CRI Online

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خبريال سره ځانګړۍ مرکه وکړه او د سوغات په توګه يې د چين په نوم کتاب ومنه

cri     (GMT+08:00) 2014-05-20 11:41:48

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د مۍ په نولسمه نېټه په شانګهای ښار کې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خبريال احمد زلمي سره ځانګړۍ مرکه وکړه. هغه د مرکې په ترڅ کې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس په شمول په سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو کې د چين د مهم رول لوړه ستاينه وکړه. دا په ياده غونډه کې د ګډون لپاره چين ته د سفر په ترڅ کې له خبري رسنيو سره د ولسمشر حامد کرزي لومړنۍ مرکه وه او د ده لپاره لومړی ځل هم و چې په چين کې يې په پښتو ژبه له چيني خبري رسنۍ سره مرکه وکړه.

د مرکې له پای ته رسيدو وروسته ولسمشر کرزي د چين په نوم يو کتاب ومنه چې د چين نړيوالې راډيو د خبريال احمد زلمي له خوا د سوغات په توګه ورته وړاندې شو. دغه کتاب چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خوا چاپ شوی دی، د افغانستان او د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو پښتو لوستوالو لپاره د چين د سياست، اقتصاد، دوديز کلتور او ټولنيز ژوند د ورپېژندلو په باب د پښتو ژبې لومړی کتاب دی. حامد کرزي دې کتاب ته لوړ ارزښت ورکړ او و يې ويل چې دغه کتاب د چين په اړه د ده د پېژندنې لپاره ډېر ګټور دی. هغه د کتاب په سرپاڼه کې يوه يادګاري ليکنه هم وکړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای