د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په شلمه نېټه په شانګهای ښار کې د ازبکستان له ولسمشر عبدوګنييويچ کريموف سره وکتل.
شي جين پينګ په دې کتنه کې وويل چې ازبکستان د منځنې اسيا يو مهم هېواد او د وريښمو لارې پر غاړه يو ارزښتناک هېواد هم دی. دواړه خواوې بايد د خپلمنځي اړيکو د راتلونکو پنځو کالونو د پرمختګ په اړه د پلان جوړونه چټکه کړي او د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې د ابادۍ له لارې دې د سوداګرۍ، انرژۍ او اساسي تاسيساتو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د ټاکلي مهال وېش سره سم دې د چين او منځنې اسيا ترمنځ د طبيعي ګازو د نل ليکو ابادي تر سره کړي.
کريموف وويل چې ازبکستان به د چين په اړه پر دوستانه تګلارې ټينګار وکړي او په فعاله توګه به د وريښمو لارې پرغاړه د اقتصادي سيمې په ابادۍ کې ګډون وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |