د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په شلمه نېټه د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس د څلورمې دورې د سرمشريزې غونډې له پيل مخکې د نوموړي مجلس دارالانشا سکرتر چينار الديمير او د شانګهای د همکارۍ سازمان د دارلانشا له سکرتر ډميتري ميزنتسيف سره د دواړو سازمانونو ترمنځ تفاهم ليک لاسليک کړ. د دې تفاهم ليک موخه دا ده چې په دې سيمه کې به د بېلا بېلو سازمانونو او فورمونو ترمنځ د ملګرتيا د سيستم ابادي چټک شي.
ښاغلي ميزنتسيف د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې دغه تفاهم ليک به د نړۍ د بېلا بيلو هېوادونو د خلکو امنيت وساتي، نو بېلا بېل غړي هېوادونه بايد د نظريو فعالې تبادلې وکړي او د ترهګرۍ پرضد دې قوتونه ځواکمن کړي. اوسمهال اړتيا لرو چې د کلتور او اقتصاد په برخو کې بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو، د شانګهای د همکارۍ سازمان په دې برخو کې ډېرې تجربې لري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |