CRI Online

د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د مجلس او د شانګهای د همکارۍ د سازمان د سکرتريتونو ترمنځ تفاهم ليک لاسليک شو

cri     (GMT+08:00) 2014-05-20 15:38:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مۍ په شلمه نېټه د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس د څلورمې دورې د سرمشريزې غونډې له پيل کېدو څخه مخکې د نوموړي مجلس دارالانشا سکرتر چينار الديمير او د شانګهای د همکارۍ سازمان د دارلانشا له سکرتر ډميتري ميزنتسيف سره د دواړو سازمانونو ترمنځ تفاهم ليک لاسليک کړ. د دې تفاهم ليک موخه دا ده چې په دې سيمه کې به د بېلا بېلو سازمانونو او فورمونو ترمنځ د ملګرتيا د سيستم ابادي چټک شي.

ښاغلي ميزنتسيف د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې دغه تفاهم ليک به د نړۍ د بېلا بيلو هېوادونو د خلکو امنيت وساتي، نو بېلا بېل غړي هېوادونه بايد د نظريو فعالې تبادلې وکړي او د ترهګرۍ پرضد دې قوتونه نور هم ځواکمن کړي. موږ اوسمهال اړتيا لرو چې د کلتور او اقتصاد په برخو کې بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو، د شانګهای د همکارۍ سازمان په دې برخو کې ډېرې تجربې لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای