د سين هوا اژانس د خبر له مخې: چين او روسيې د مۍ په ٢٠مه نېټه يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه او د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د هراړخيزو اړيکو د ټينګېدو وړانديز وکړ.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په ٢٠مه نېټه د روسيې له ولسمشر پوټين چې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي،د چين او روسيې ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د نوی پړاو په اړه ګډه اعلاميه لاسليک کړه.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې په هراړخيزه توګه به د انرژۍ په برخه کې د چين او روسې ترمنځ د همکارۍ اړيکې ټينګې کړي او د نفتو په برخه کې به يو لړ همکاری ژوره کړي.بر سېره پر دې، چين او روسيه به د دې لپاره کوښښ وکړي چې له ٢٠١٥ کال مخکې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز ارزښت ١٠٠ مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسږي او له ٢٠٢٠ کال مخکې به دغه شمېر ٢٠٠ مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسېږي او د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ يادښت پلی کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |