CRI Online

شي جين پينګ او پوټين خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2014-05-20 19:01:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په ٢٠مه نېټه په شانګهای کې د روسيې له ولسمشر پوټين سره خبرې اترې وکړې.دواړو مشرانو د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو او د سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

رئيس شي جين پينګ وويل چې چين او روسيه ښه ګاونډي هېوادونه دي او په نړۍ کې مهم ځواکونه هم دي.د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د نورهم پرمختګ، د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتنې او د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره اړتيا ده او د نړۍ د څو قطبي کېدو لپاره لازم ځواک دی.د پيچليو نړيوالو او سيمه ييزو اوضاعو په وړاندې چين او روسيه دې د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې همکاری وکړي او د دواړو هېوادونو او سيمه ييز امنيت او ثبات وساتي.د دواړو هېوادونو ځواکونه دې د ګډو تمرينونو، پوځي تخنيکونو او د ترهګرۍ پر ضد برخو کې ژوره همکاري وکړي.

ولسمشر پوټين وويل چې د روسيې او چين ترمنځ اړيکې د چټک پرمختګ نوی پړاو ته ننوتلې دي. او د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ نظامونه په موثره توګه کارول کېږي.هغه له رئيس شي جين پينګ څخه مننه څرګنده کړه چې د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي په پر له پسې توګه له رئيس شي سره تماسونه او تګ راتګ وساتي.هغه وويل ، روسيه هيله لري چې دواړه هېوادونه به د نفتو او طبيعي ګازو، د ذروي انرژۍ او د برېښنايي ځواک په برخو کې د همکارۍ پروژی پلې کړي.روسيه غواړي چين ته د نفتو او طبيعي ګازو د صادراتو اندازې زياتې کړي.

دواړو خواوو هم د اوکراين او د کوريا د ټاپووزمې د اوضاعو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

تر خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو مشرانو د چين او روسيې ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د نوی پړاو په اړه ګډه اعلاميه لاسليک کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای