د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ د شلمې نېټې په شپه د چيني حکومت او خلکو په استازيتوب د شانګهای د نړيوالو غونډو په مرکز کې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د مجلس د برخوالو مېلمنو په وياړ يوه مېلمستيا تر سره کړه.
رئيس شي په خپله وينا کې وويل چې په اسيا کې د نړۍ عمده نوي پرمختيايي اقتصادونه راغونډيږي او د اوسنې نړۍ د اقتصادي پرمختګ او د انساني کلتور د سمسورتيا مهم خوځنده قوت بلل کيږي. د اسيا بېلا بېل هېوادونه بايد د دغه ګډ فرصت له لارې د خپل پرمختګ د تر لاسه کولو تر څنګ د اسيا يووالی، همکاری او پرمختګ هم چټک کړي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس به د اسيايي هېوادونو ترمنځ د ګډو نظريو د راټولولو، د خبرو اترو د هڅولو او د متقابل اعتماد د ټينګولو په برخو کې لا سودمن شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |