CRI Online

بان کي مون له پوټين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-21 09:11:40

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي بان کي مون د مۍ په شلمه نېټه په شانګهای ښار کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوټين سره وکتل او دواړو خواوو د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په تيره بيا د اوکراين او سوريې د حالاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

د اوکراين مسئلې په اړه بان کي مون او پوټين دواړه په دې نظر دي چې دغه بحران بايد په سياسي لاره حل شي او پراخې خبرې اترې دې تر سره شي. بان کي مون وويل چې د اوکراين ولسمشريزې ټاکنې به د دې هېواد د دايمي سولې او ثبات لپاره ګټورې وي.

دواړو خواوو د سوريې مسئلې د سياسي حل او په سوريه کې له کډوالو سره د بشري مرستو په هکله هم بحثونه وکړل.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای