د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په ٢١مه نېټه وويل چې موږ بايد د سولې له لارې شخړې حلې او له زورزياتي سره مخالفت وکړو. له ګاونډيو هېوادونو سره دې د توپيرونو د زياتوالي مخه ونيسو او د خپلو ګټو لپاره دې نورو خواوو ته زيانونه ونه رسوو.
د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو د څلورمې سرمشريزې غونډې لومړنۍ غونډه د مۍ د ٢١مې نېټې په سهار په شانګهای کې تر سره شوه.رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه او په کې يې وينا وکړه او په کې يې وويل چې بايد د خبرو اترو او همکارۍ له لارې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ترمنځ امنيت او متقابل ستراتيژيک باور پياوړی شي.هغه زياته کړه چې اسيايي مسئلې دې د اسيايي خلکو له خوا پخپله شي او د اسيا امنيت دې د اسيايي خلکو له خوا ضمانت وشي. اسيايان توان لري چې د خپلمنځی همکاری د پياوړتيا له لارې د اسيا سوله او ثبات وساتي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |