د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو د سرمشريزې غونډې لومړنۍ پړاو غونډه د مۍ په ٢١مه نېټه په شانګهای کې تر سره شوه. دچين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه او يوه وينا يې وکړه چې عيوان يې و (( د اسيايي امنيت د افکارو فعاله جوړونه او د امنيت د نويو همکاريو موندنه )) چې په کې په هراړخيزه توګه ګډ،مجموعي،همکاريز او دواملرونکي اسيايي امنيتي افکار ښودل شوي دي.
رئيس شي وويل چې موږ بايد په فعاله توګه د دې امنيتي افکار وړاندی کړو او د سيمه ييز امنيتي همکاريز نوی جوړښت جوړ کړو ترڅو د ګډې ابادۍ له لارې د ګډو ګټو پر بنسټ اسيايي امنيتي لار غوره کړو.چين ٤ وړانديزونه کوي:لومړۍ،د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو سرمشريزه غونډه دې د اسيايي امنيتي خبرو اترو او د همکارۍ ميدان وګرځي او پر دې بنسټ د سيمه ييز امنيت او همکارۍ نوی جوړښت جوړ شي. دوهم،بايد د دغې سرمشريزې غونډې توان او د نظامونو ابادی پياوړی شي.درېيم،د دغې غونډې د غير حکومتي فورمونو د جوړېدو له لارې دې د بېلا بېلو خواوو د ملکي تبادلې شبکې جوړې شي.څلورم،له سيمه ييزو سازمانونو سره د همکارۍ د پياوړتيا په وخت کې دې د نورو سيمو له اړوندو سازمانونو سره تبادله تر سره شي تر څو د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره خدمتونه وکړي شي.
د قزاقستان ولسمشر نظربايف او د دغې غونډې د نورو غړو هېوادونو او کتونکو ډلو مشرانو هم په غونډه کې ويناوې وکړې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |