CRI Online

د اسيا د متقابل همکارۍ او باور مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه په شانګهای کې پرانيستل شوه او شي جين پينګ د اسيا د امنيت ساتلو په اړه نوی نظرونه وړاندې کړل.

cri     (GMT+08:00) 2014-05-21 16:37:43

د اسيا د متقابل همکارۍ او باور مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه د مۍ په ٢١مه نېټه د چين په شانګهای ښار کې پرانيستل شوه. چين په دغه غونډه کې د ترکيې پر ځای د دغه مجلس د نوی نوبتي رئيسه هېواد په توګه وټاکل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د نويو امنيتي افکارو مراعات وکړي او په اسيا کې د امنيتي همکارۍ نوی جوړښت اباد کړي. هغه د ګډ، عمومي، همکاريز او پر له پسی امنيت په اړه نوی نظرونه وړاندې کړل او وړانديز يې وکړ چې له دې مجلس څخه د اسيا د امنيتي ډيالوګ او همکارۍ د نژدې کېدو ډګر جوړ او د دغه مجلس د توان او نظام د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي شی.

د دغې غونډې له پيل نه څو ورځې مخکې په ترکيې او لاوس کې ناڅاپه پېښې وشوې. نو رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې په پيل کې لومړی دغو دواړو هېوادونو ته خپلې پاملرنې وښودلې. ده وويل،

څو ورځې مخکې په ترکيې کې د سکرو په يو کان کې د چاودنې له امله د سر او مال سخت زيانونه رسېدلي او په لاوس کې د يوې پوځي الوتکې د لوېدو له امله څو مشران مړه شوي دي. نو د چين د حکومت او خلکو او د دې غونډې د ټولو برخوالو په استازيتوب په دغو پېښو کې مړه شويو کسانو ته خواخوږي او همدردي څرګندوم او د ترکيې او لاوس له خلکو څخه د حال احوال صميمي پوښتنه کوم.

ورپسی رئيس شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه او په کې يې د ډيالوګ، باور او همغږۍ د پياوړتيا پر بنسټ د نوۍ اسيا د سولې، ثبات او همکارۍ د ټينګښت په عنوان د اسيا د امنيت په اړه د چين نوی نظرونه څرګند کړل. ده وويل

په نننۍ اسيا کې د سيمه ييز امنيت د ساتلو په اړه همکاري په کليدي حال کې ده. موږ بايد په مثبته توګه د ګډ، عمومي، همکاريز او پر له پسی امنيت په اړه يوه نوې نظريه تائيده کړو. د ګډ امنيت مانا دا ده چې بايد د هر يو هېواد د امنيت درناوی او ضمانت وشي. عمومي امنيت يعنې په دوديزو او غيردوديزو ساحو کې امنيت بايد وساتل شي.همکاريز امنيت يعنې د ډيالوګ او همکارۍ په وسيله د بېلا بېلو هېوادونو او د دې سيمې امنيت دې وساتل شي. پر له پسی امنيت يعنې امنيت او پرمختګ ته د ارزښت په ورکولو سره دايمي امنيت دې وساتل شي.

نوموړي وويل، چين د دغه مجلس د رئيسه هېواد په توګه وړانديز وکړ چې د اسيا په چوکاټ کې دې له دغه مجلس څخه د امنيتي ډيالوګ او همکارۍ د نژدې کېدو ډګر اباد شي او د توان او نظام په پياوړتيا سره دې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د ملکي تګ راتګ شبکه جوړه شي. ده وويل، چين به له بېلا بېلو خواوو سره د امنيتي ډيالوګ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي او په ګډه به د دې سيمې د امنيت د ساتلو اصول او د اسيا د امنيتي همکارۍ پلان طرح کړي. چين غواړي د دې سيمې له هېوادونو سره د تګ راتګ عادی نظام جوړ کړي، په ګډه د افراطيت، ترهګرۍ او جلا غوښتنې پرضد مبازره وکړي او په اسيا کې د قانون تطبيق د امنيتي همکارۍ فورم او د امنيت ساتلو بيړنی مرکز جوړ کړي، ترڅو د سيمې د هېوادونو په منځ کې د ناڅاپه پېښې د مخنيوي او حل لپاره لا ښه همغږی وشي.

هغه وويل چې د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت پرضد مبارزه بايد لا کلکه شي او په دې اړه نړيواله او سيمه ييزه همکاري بايد نژدې شي.

هغه زياته کړه چې د چين پرمختيا د اسيا پر بنسټ ده او د اسيا لپاره به ګټوره وي. چين تل د سولې له لارې له اړوندو هېوادونو سره د ځمکني حاکميت او دسمندري حقونو د کشالو د لری کولو لپاره زيار باسي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای