د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سريلانکا د دفاع وزارت ويبپاڼې د مۍ په يوويشتمه نېټه خبر ور کړ چې د سريلانکا ولسمشر مهندا رجاپکشا د پاکستان له ولسمشر ممنون حسين سره د روانې مياشتې په شلمه نېټه په شانګهای ښار کې د اسيا د متقابلې همکارۍ او اعتماد تدبير د مجلس د څلورمې سرمشريزې غونډې په بهيرکې سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د نړيوالو او سيمه ييزو مهمو مسلو په تېره بيا د سيمه ييزو امنيتي موضوعاتو په هکله د نظريو تبادله وکړه.
رجاپکشا د سريلانکا د کورنې جګړې په بهير کې او له دې نه وروسته په بيارغونه کې د پاکستان له مرستې او ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه. هغه ممنون حسين ته د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د سريلانکا لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه وروپېژندل او و يې ويل د پاکستان او سريلانکا تر منځ د کريکيت تبادله به په نژدې وخت کې بيا اعاده شي. حسين وويل پاکستان به د تل په شان په نړيوالو چارو کې له سريلانکا څخه ملاتړ وکړي او دوه اړخيزه همکاري به نوره پراخه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |