د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، چين او روسيې د مۍ په يوويشتمه نېټه په شانکهای ښار کې د انرژۍ په برخه کې دوه همکاريز تړونونه لاسليک کړ چې يو يې له روسيې څخه چين ته د طبيعی ګازو د پلورلو تړون او بل يې د طبيعی ګازو د ليږدولو پايپلين په اوږدو کې د همکارۍ يادښت دی. د چين د دولت ريس شي جن پينګ او د روسيې ولسمشر پوتين د دغو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون درلود.
د تېر ٢٠١٣ کال په سپتمبر مياشت کې د چين د نفتو او طبيعی ګازو شرکت د روسيې د طبيعی ګازو له شرکت هغه تړون لاسليک کړ چې له روسيې څخه به چين ته طبيعی ګاز وليږدول شي. دغه پايپلين به له ٢٠١٨ کال څخه هر کال چين ته د اته دېرشو مليارډو مکعب مټرو په اندازه طبيعی ګاز برابر کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |