CRI Online

شي جن پينګ، د قزاقستان ولسمشر او د ترکيې د ولسمشر ځانګړي استازي په يوه ګډه خبري ناسته کې حاضر وو

cri     (GMT+08:00) 2014-05-21 20:55:08

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د اسيا د متقابلې همکارۍ او د اعتماد تدبير د مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه د مۍ په يوويشتمه نېټه په شانګهای ښار کې پای ته ورسېدله. د چين د دولت ريس، د قزاقستان ولسمشر نظربايف او د ترکيې د ولسمشر ځانګړی استازي داوتګلو په يوه ګډه خبري ناسته کې حاضر وو.

ريس شي جن پينګ وويل په دغه سرمشريزه غونډه کې ګډون کوونکو د اسيا د بيړنيو او مهمو مسلو او د متقابل اعتماد په هکله د بېلا بېلو تدبيرونو د عملي کولو په هکله د نظريو تبادله وکړه او د شانګهای ګډه نظريه يې تر لاسه کړې ده. ريس شي جن پينګ دې ته اشاره وکړه چې د امنيتي ننګونو په مخ کې اسيايي هېوادونه بايد د خونديتوب ساتلو لپاره نوې نظريې پيدا کړي او يو خلاص، برابرۍ او څرګند همکاريز شکل دې جوړ کړي.

ښاغلي نظربايف وويل د دې سرمشريزې غونډې په جوړېدو سره، د اسيا د اعتماد مجلس نوې مرحلې ته رسيدلی دی.

ښاغلي داوتګلو وويل ترکيې د اسيا د اعتماد مجلس د رسيه هېواد دنده چين ته وسپارله او باور لري چې چين به د دې مجلس د نور پرمختګ او د اسيا د ارامتيا او ثبات د ساتلو لپاره مهم لارښوونکي رول ولوبوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای