د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د اسيا د متقابلې همکارۍ او د اعتماد تدبير د مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه د مۍ په يوويشتمه نېټه په شانګهای ښار کې تر سره شي. د اسيا د ګډ، عمومي، همکاريز او دوامدار امنيت په هکله د چين د دولت ريس شي جن پينګ په خپله وينا کې وړاندې شوې نظريه د دې څلورمې سرمشريزې په شانګهای اعلاميه کې شامله شوه.
په دې اعلاميه کې دې ته اشاره شوي، د نړيوال کېدو په چاپېريال کې د خونديتوب مانا ډېر زيات شوی دی. د دې سيمې بېلا بېل هېوادونه نه يوازې ګډې ګټې لري، او بلکې له ګډو ننګونو سره مخامخ دي. نو بېلا بېل هېوادونه بايد د ګډې نظريې پر بنسټ د دايمې خونديتوب د ساتلو لپاره کوښښونه وکړي.
د اړوند خبر له مخې، د اسيا د اعتماد مجلس پنځمه سرمشريزه غونډه به په ٢٠١٨ کال کې جوړه شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |