CRI Online

شي جين پينګ د پاکستان له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-22 12:40:35

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په ٢٢مه نېټه په شانګهای ښار کې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسين سره وکتل.

شي جين پينګ وويل د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي د وريښمو لارې پر غاړه د اقتصادي سيمېد جوړولو او د ٢١مې پېړۍ د وريښمو سمندري لارې د پرانيستلو مهم او لوی اقداونه دی، د دغو پربنسټ بايد د بېلا بېلو برخو همکارۍ پياوړې شي. اوسمهال مهم کارونه د ګوادر بندر او د لاهور د بريښنايي اورګاډيو پروژې دي. چين د دې ملاتړ کوي چې پاکستان د خپل دولتي حالت سره سم د ترهګرۍ پرضد ستراتيژۍ پلې کړي او هيله لري چې له پاکستان سره په دې برخه کې همکاري نوره هم پياوړې کړي، تر څو د دواړو هېوادونو او د دغې سيمې امنيت او ثبات وساتل شي.

ښاغلي حسين په شانګهای ښار کې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور غونډې د برياليتوب په وياړ رئيس شي ته مبارکي وويله او باور يې څرګند کړ چې چين به د رئيس هېواد په توګه دغې غونډې ته لا زيات پرمختګونه ورسوي. د پاکستان او چين ترمنځ دوستي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو بنسټ دی، پاکستان د چين له دايمي ملاتړ څخه مننه کوي. د ختيځ ترکيستان اسلامي غورځنګ د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی، پاکستان غواړي له چين سره د دغې ډلې پرضد د مبارزې لپاره سودمن ګامونه پورته کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای