CRI Online

نړيوالې ټولنې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس په سرمشريزه غونډه کې د شي جين پينګ وينا ته ډېره پاملره وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-05-22 13:25:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس د څلورمې دورې د سرمشريزې غونډې لومړی پړاو د مۍ په يووېشتمه نېټه د چين په شانګهای ښار کې تر سره شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه او يوه وينا يې وکړه چې سرليک يې و (( د اسيايي امنيت د افکارو فعاله جوړونه او د امنيت د نويو همکاريو موندنه )). رئيس په دې وينا کې د اسيا د امنيت افکار ياد کړل چې د نړيوالې ټولنې او خبري رسنيو ډېره توجه يې راجلب کړې ده.

د افغانستان د کابل پوهنتون پروفيسر سيف الدين وويل چې د شي جين پينګ په وينا کې ياده شوي ترهګري، بيلتون غوښتنه او افراطيت په اسيا کې شتون لري، او د دې مسئلو له امله افغانستان يو ډېر زيانمن هېواد دی، د دو مسئلو حلول د اسيايي هېوادونو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ ته اړتيا لري. نوموړي د رئيس شي په وينا کې له يادو شويو نظريو سره موافقه وکړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای