CRI Online

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ماليزيا په سياليو کې ځوانو لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-05-28 18:02:12

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل وايي، چې د ماليزيا په سياليو کې ځوانو لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه.نوموړي دغه څرګندونې د کابل په هوايي ډګر کې له ماليزيا څخه تر ستنېدو وروسته ديوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.د کرکټ ملي لوبډله په ماليزيا کې د اسيا دغوره ليګ سياليو تر ګټلو وروسته کابل ته را ورسېده.د کابل نړيوال هوايي ډګر ته د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره د کرکټ بورډ چارواکي، د ملي شورا غړي، د خصوصي سکتور مشران ، حکومتي چارواکي او نور لسګونه مينه وال راغلي وو.د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکاروزير شهزاده مسعود د کابل په هوايي ډګر کې د ملي لوبـډلې د هرکلي پر مهال وويل ، چې ملي لوبـډلې يو ځل بيا هېوادوالو ته خوښي ور په برخه کړه.د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل وويل ، چې په ملي لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته برخه ورکړل شوې وه او هغوى له ځانه ښه وړ تيا وښوده.د يادونې ده، چې د ماليزيا سياليو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنيز کمېسيون مشرو لوبغاړو نوروز منګل، کريم صادق، شهزاد محمدي او اصغر ستانکزي ته ارام ورکړى و.ددغو مشرو لوبغاړو پر ځاى يې ځوانو لوبغاړو هر يوه عثمان غني، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال او محمد مجتبى ته چانس ورکړى و، چې له ځانه يې ښه وړتيا وښوده.د ویلو ده چې ځوان لوبغاړى عثمان غني د اسيا دغوره ليګ سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.

د کرکټ نړيوالې شورا اعلان کړى، چې وتلى روزونکى ډېو واټمور به د ٢٠١٥ کال د نړيوال جام تياريو لپاره له افغان لوبـډلې سره مرسته کوي.ټاکل شوې ده، چې د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ د ٢٠١٥ زېږديز کال په فرورۍ مياشت کې په استراليا او نيوزيلينډ کې په ګډه ترسره کړي.دې سياليو ته د لومړۍ درجې هېوادونو ترڅنګ افغانستان، ايرلينډ، سکاټلينډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلو هم لاره موندلې ده.ډيو واټمور به د نړيوال جام د تياريو په لړ کې د يادو څلورو هېوادونو لوبـډلو سره مرسته کوي.سرچينې زياته کړې، چې واټمور د روزنې په برخه کې پراخه تجربه لري او تر دې مخکې يې د پاکستان، بنګله دېش او سريلانکا د ملي لوبـډلو د روزونکي په توګه پاتې شوى دى.په خبرپاڼه کې راغلي، چې واټمور به د کرکټ د نړيوالې شورا د لوړو مهارتونو له مسوولينو سره په يو ځاى يادو لوبډلو ته مشورې ورکوي او د روزنې په برخه کې به ورسره همکاري کوي.د افغانستان ملي روزونکي کبيرخان ويلي، چې که څه هم دوى د نړيوال جام لپاره د تياريو او تمريناتو يو قوي مهال وېش جوړ کړى، خو په دې برخه کې يې د واټمور ټاکنه ګټور ګام بللى دى.

په ننګرهار کې د اتو پياوړو سیمه يیزو کرکټ لوبډلو ترمنځ، د ننګرهار احمدزي پريمرليګ ترسرلیک لاندې شل اوریزه سیالې پیل شوې. په ختیځ کې د کرکټ بورډ چارواکي وایي دغه لوبې د یوه سوداګر حاجي حضرت ولي احمدزي په مالي لګښت پیل شوې دي. د کرکټ بورډ له مطبوعاتي ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې ویل شوي، دغه سیالۍ چې د جلال اباد ښار سراج العمارت او بهسودو کرکټ لوبغالو کې ترسره کېږي پرون پيل او دولس ورځې به دوام وکړي. سرچینه وايي چې د دغو سیاليو په لومړۍ لوبه کې شينوارو اليون لوبډلې احمدزي لوبډلې ته ماتې ورکړه. د سرچینې د معلوماتو له مخې توپ وهنه احمدزي کاروان لوبډلې وکړه، چې لومړيو لوبغاړو يې ډېره تېزه لوبه پیل کړه، خو ترڅه ځنډ وروسته یې د لومړنیو لوبغاړو په سوځېدو لوبه کمرنګه شوه.احمدزي کاروان لوبډلې په شلو اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۹۷ منډو هدف وټاكه، چې دغه هدف شينوارو اليون لوبډلې په اسانۍ سره د لوبې په شپاړلسم اور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. او سیالي په خپلې بریا پای ته ورسوله .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای