CRI Online

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اسیايي شورا په پریمرلیګ سیالیو کې د عمان نسبتاً ته ماتې ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-05-28 18:02:06

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اسیايي شورا په پریمرلیګ سیالیو کې د عمان نسبتاً کمزورې لوبډلې ته په ۵ ویکټونو او ۹۶ توپونو ماتې ورکړه. په دې سیالۍ کې د افغان لوبډلې ځوانو لوبغاړو، عثمان غني، حشمت الله شهیدي او نصیر احمدزي ته موقع ورکل شوې وه. لومړۍ توپ وهنه عمان پیل کړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه. په دې سیالۍ کې د افغان لوبډلې له لورې، سمیع الله شینواري ۳، امیر حمزه ۲، محمد نبي ۳ او دولت ځدراڼ او میرویس اشرف ۲ دوه دوه لوبغاړي وسوځول. په دې لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې نورعلي ځدراڼ وکړې، چې په ۸۳ توپونو یې ۶۷ منډې جوړې کړې. د دې ترڅنګ نصیر احمدزي په ۴۷ توپونو ۳۶ او سمیع الله شینواري په ۲۹ توپونو ۲۹ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده. د اسیايي شورا په روان پریمرلیګ کې افغانستان تر دې مخکې هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې خو پر مالیزیا یې لوبه بایللې ده.افغانستان په راتلونکې سیالۍ کې د نیپال سره مخکېږي چې د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه سیالي ده .

افغانستان د موتاى لوبې په نړيوالو سياليو کې ټايوان او کاناډا ته ماتې ورکړه.د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا سیالۍ په مالیزیا پیل شوې دي. سرچينې زياته کړې چې د دغو سياليو په لړ کې د افغانستان سيد اسلام الدين ابراهيمي خپل ټايواني او علي اکبر رضايي خپل کاناډايي سيال ته ماتې ورکړي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې نورو افغان لوبغاړو منصور ابراهيمي له بلاروس او ابراهيم حيدري له پرتګالي سيال څخه ماتې وخوړه. سرچينه کاږي، د دغو سياليو نيمه پاى لوبه کې به افغان لوبغاړى رامين حيدر له خپل کوريايي او جاوېد حسيني له ټايلنډي سيال سره لوبې کوي. سرچینه وايي، د دغو سياليو په لومړۍ ورځ افغانستان فنلنډ ته ماتې ورکړې وه.د اولمپيک د ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، دا سيالۍ چې په ماليزيا کې پيل شوې دي، لس ورځې به دوام وکړي. د ویلو ده چې په دغو سياليو کې له ١٢٠ هېوادونو تر ٢٠٠٠ زياتو لوبغاړو برخه اخيستې.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټې نوی مشر وايي د ورزش په برخه کې د خصوصي پانګونې جلبلول او د ورزشکارو نجونو لپاره د زمینې برابرول د ده د کار په لومړیتوبونو کې دی. فهیم هاشمي چې د شطرنج د فدارسیون مشر او د یوه خصوصي تلویزیون څښتن هم دی د اولمپیک د کمیټې په ټاکنو کې د رایو په اکثریت د اولمپیک د ملي کمیټې د مشر په توګه وټاکل شو. ښاغلی هاشمي وايي په افغانستان کې د ورزش د ښه پرمختګ لپاره د یوه اوږمهاله کاري پلان جوړول به دده د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ولري. د افغانستان د ملي اولمپیک د کمیټې نوي مشر وویل دی به د خپل کار په موده کې افغان خصوصي پانګه وال وهڅوي چې د ورزش په برخه کې پانګونه وکړي. د افغانستان د اولمپیک د ملي کمیټې د نوې مشر د ټاکلو بهیر د آسیا د اولمپیک د استازي او د یو شمېر کورنیو بنسټونو د استازو له خوا وڅارل شو.

د ريال مادريد فوټبال لوبډلې په نيمه پایلوبه کې د جرمني بايرن مونيخ ته څلور صفر ماتې ورکړه او د چمپينز ليګ پايلوبې ته ووته. دا په تېرو ۱۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې ريال مادريد د چمپينز ليګ سياليو پایلوبې ته وځي. د دغې لوبې ډېره برخه د ريال مادريد په ولکه کې وه او بايرن ميونيخ لوبډلې ته يې د لوبې ډېر لږ چانس ورکړ. د بايرن مونيخ پروړاندې د ريال مادريد لوبډلې لپاره دوه ګولونه سرجيو راموس او دوه نور کرسټيانو رونالډو وکړل. بايرين مونيخ تېر کال بارسلونا ته په دغو سياليو کې اووه ګولونه ورکړل او په پایلوبه کې يې د جرمني يوې بلې لوبډلې بورسيا ته په ماتې ورکولو د پنځم ځل لپاره چمپينز ليګ اتلولي خپله کړه. د ویلو ده چې دويمه نيمه پايلوبه د چلسي او اتليټيکو مادريد ترمنځ په لېزبن کې ترسره کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای