CRI Online

د اسيا د فوټبال فدراسيون د اسيا د فوټبال په برخه کې د نوې حوزې جوړېدو ته رايه ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-06-22 19:21:11

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ګمارل شوې د بیټینګ روزونکې انډریو مولز کابل ته رارسیدلې دې.ټاکل شوی وه نوموړې د کرکټ بورډ لخوا په یوه رسنیزه غونډه کې راښکاره شوې وای؛ خو کرکټ بورډ دغه خبري ناسته دنامعلومه مودې لپاره وځنډول چې په وینا یی د انډریو مولز الوتنه ځنډیدلې ده.نوموړی د دوشنبې په ورځ د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني ال راونډر هستي ګل عابد او د کابل روزنیزې کرکټ اکاډمۍ لپاره له ګمارل شوي اسټرالوي پیټرانډرسن سره په کابل لوبغالي کې وکتل.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي، چې د اسيا د فوټبال فدراسيون د اسيا د فوټبال په برخه کې د نوې حوزې جوړېدو ته رايه ورکړه.په دې حوزه کې افغانستان، ايران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغېزستان شامل دي او "د مرکزي اسيا حوزې" په نوم ياديږي.د افغانستان د فوتبال فدراسيون د خبرپاڼې له مخې، د دې حوزې د رامنځته کولو وړانديز افغانستان او ايران له خوا د اسيا د فوټبال کنفدراسيون ته شوى و او تېره ورځ په برازيل کې د کنفدراسيون په فوق العاده ناسته کې له ٤٥ رايو څخه په ٤٣ رايو تصويب شو. سرچينې دغه کار د افغانستان لپاره ډېر مهم بللى او ويلي يې دي ، چې د اسيا د جنوب په پرتله د مرکزي اسيا د فوټبال د څرنګوالي کچه لوړه ده او د مرکزي اسيا په حوزه کې شامل ياد هېوادونو له افغانستان سره ګډه پوله لري او تګ راتګ ورته اسانه دى.

افغانستان په ١٣٨٠ کال کې له يوې لسيزې ځنډ وروسته بيا د فوتبال د نړيوال فدراسيون غړيتوب تر لاسه کړ او په تېرو څو کلونو کې يې ښې لاسته راوړنې هم لرلې دي.

په برازيل کې د ۲۰۱۴ کال د فوټ بال نړیوال جام لوبې د جون پر ۱۲مه پيل شوې. دغه لوبې چې يوه مياشت به روانې وي ۳۲ هېوادونه په کې له يو بل سره سيالۍ کوي.اروپايي هېواد اسپانيا د تېر نړیوال جام اتله لوبډله ده او دا ځل له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.د څلورم ګروپ په لومړۍ لوبه کې کوستاریکا يوروګوای ته درې يو ماتې ورکړه.په بله لوبه کې ايټاليا بيا انګلستان له مخې لرې کړ او دوه يو يې لوبه ترې وګټله.د شنبې په ورځ د دريم ګروپ په لومړۍ لوبه کې کولمبيا يونان ته درې صفر ماتې ورکړه او آيوري کاسټ جاپان دوه د يو په مقابل کې په ګونډو کړ.د دويم ګروپ لوبډلې هالنډ په يوه حيرانوونکې لوبه کې نړیوالې اتلې لوبډلې اسپانيا ته پنځه يو ماتې ورکړه او چلي بيا په استراليا درې ګولونه وکړل او يو ګول يې وخوړ.لومړي ګروپ کې مکسيکو کاميرون ته يو صفر ماتې ورکړه او درې پواينټونه/ نومرې يې واخيستلې.د نړيوال جام د پيل لوبه (۱۳، جون) لومړي ګروپ کې، کوربه برازيل درې يو کروشيا له مخې لرې کړه او په مقابل کې يې کروشيا يو ګول وکړ.

د کاناډا لوی جایزه لرونکې د موټر ځغلونې دریم پړاو او د نړې اتلوالۍ اووه دوره سیالۍ وړمه شپه د کاناډا په مونترال ښار کې پیل شوې .د آلمان څخه نیکو رزبرګ د خپلو نورو سیالانو په پرتله وتوانید چې ټاکل شوي واټن ژر خلاص کړي او د دغو سیالیو اتل شو .ورسته له هغه د دغه ټیم څخه د آلمان دویم لوبغاړي همیلیتون هم وتوانید چې دغه واټن ژر خلاص کړي او په دغو سیالیو کې يي دویم ځای تر لاسه کړ.د آلمان څخه د ریدبال ټیم بل لوبغاړی هم وتواندی په دغو سیالیو کې دریم ځای خپل کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای