CRI Online

جو جن مينګ او د ده د لاجوردو پلورنځی

cri     (GMT+08:00) 2014-07-14 20:59:29

جو جن مينګ او د ده د لاجوردو پلورنځی

لاجورد ابي رنګ لري او د ستورې په شان ځلا لري. دغه ډول ښکلې قيمتي ډبره په افغانستان کې پيدا کيږي او له لرغونۍ زمانې راهيسې د چينايانو او اوسمهال د لا زيات شمير چينايانو د خوښۍ وړ ډبره ګرځېدلې ده.

د چين د پلازمينې بيجينګ د چاو يانګ په ښاري سيمه کې د ښځو په نوم د واټ په غاړه يو بازار کې د افغان لاجورد پلورلو يو خاص دکان شته چې دکاندار يې جو جن مين نومېږي،او له افغان لاجورد سره ژورې اړيکې لري. د پروګرام په دغه کړۍ کې به د ده او د لاجورد په هکله کيسه تاسو ته وکړم!

ښاغلی جو جن مين د څه دپاسه لسو کلونو لپاره نورو هېوادونو ته د چيني زده کوونکو د ورتګ په هکله د مشاورې کار کړی او په ٢٠٠٨ کال کې د يو ملګري په بلنه د نوي سوداګريز فرصت د اخيستلو لپاره افغانستان ته تللی و . هغه وويل(اواز)

مخکې مې نورو هېوادونو ته د چيني زده کوونکو د ورتګ او يا د چينايانو د کډه والي په هکله خدمتي چارې تر سره کولې چې د څه دپاسه لس کاله تجربه مې درلوده. زه له انګلسي ژبې سره پوره اشنا يم . زما يو ملګری په ٢٠٠٣ کال کې افغانستان ته تللی او د څو کلونو لپاره يې هلته ژوند وکړ. هغه په ٢٠٠٨ کال کې ما ته وويل چې په افغانستان کې سوداګريز فرصتونه ډېر دي، څرنګه چې په دغه وخت کې زياتې نړيوالې پانګونې د افغانستان د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې کارول شوې. نو موږ دواړه افغانستان ته لاړو.

په هغه وخت کې ٣٧ کلن جو جن مين بې له ځنډه د خپل ملګري بلنه ومنله، څرنګه چې مخکې ده په سريلانکا کې کارونه کول، ځيني برياليتوبونه يې هم تر لاسه کړيدي. نو هغه باور درلود چې په افغانستان کې به د کوښښونو له لارې برياليتوبونه ومومي. هغه وويل(اواز)

ما له ١٩٩٦ کال څخه تر ١٩٩٨ کال پورې دوه کاله په سريلانکا کې کار کړی چې په دغه هېواد کې د تاميل پړانګانو سازمان او حکومت تر منځ د جګړې له امله نښتې او ځان وژونکي بريدونه ډېر ليدل کېدل.سره له دې چې ما په خپلو سترګو په دغه هېواد کې ترينګلتياوې وليدلې ، خو له ترينګلتياوو څخه مې هيڅ ويره نه درلوده. هر سړی په اسانه توګه پوهېږي چې افغانستان د نړۍ د پاملرنې وړ هېواد دی، نو که په دغه هېواد کې ځينې پيښې رامنځته کېږي، ټولو ته به مالومه وي چې په واقعي توګه عادي خلک هره ورځ ارام ژوند تيروي.

کله چې جو جن مين افغانستان ته ورسيد، و يې ليدل چې دغه هېواد ډېر بې وزله او غريب هېواد او د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر تطبيق مخکې د چين په شان و چې همدغه حالت په افغانستان کې د خپلو چارو د پيل کولو هوډ يې ټينګ کړ. خو واقعی حالت د اټکل په نسبت ډېر مشکل او ستونزمن و ، څرنګه چې په افغانستان کې د صنعتی چارو لپاره د بريښنا د توليدولو په شمول بنسټيز تاسيسات ډېر کم و، جو جين مين او د ده ملګري د کاغذ جوړولو او د اوړو کولو په شمول د فابريکو ابادولو پروژو له څارنې وروسته هيڅ مساعد سوداګريز فرصت تر اوسه نه کړ. نو دوی د خلکو د ژوند د اساسي اړتياوو د پوره کولو په مقصد خاص د ځايي چينايانو لپاره يو سوپر مارکيټ او يو کوچنی هوټل جوړ کړی و. په همدې وخت کې دوی د نورو سوداګريزو فرصتونو په لټون کې هم هڅه کړې وه. د وخت په تيريدو سره دغه هوټل د ځايي چينايانو تر منځ د مالوماتو په تبادلوي ځای بدل شو او هم دوی ته د لاجور د معاملې فرصت پيدا شو. هغه وويل(اواز)

د چين له بيجينګ او شانګهای څخه راغلي چيني سوداګر افغانستان ته د لاجورد لټولو لپاره تللي، خو له افغانانو سره يې د نظريو د تبادلې توان نه درلود او د افغانانو په سوداګريز عادت هم پوه نه وو، نو د لاجورد پيدا کولو په ترڅ کې يې ډېرې ستونزې درلودې. په دې حال کې موږ له دوی سره يو ځای لاجورد پيدا کړل او وروسته مو د دغو ښکلو ډبرو په هکله نور زيات مالومات هم تر لاسه کړل. لاجورد نه يوازی ډېره قيمتي ډبره ده بلکې تاريخي او کلتوري اهميت لري، ځينې چينايان لاجورد ډېر خوښوي، نو د لاجورد سوداګرۍ کولو نيت مو راپورته شو .

ښاغلي جو جن مين په افغانستان کې له افغان وګړو سره صميمي او ادبي چلند کاوه او د خپلو ځانګړو اصولو له مخې يې له دوی سره دوستي ټينګه کړه . نو د ده په سترګو کې افغانان ساده او ميلمه پاله خلک دي. هغه وويل(اواز)

رښتيا ده چې په نړۍ کې ټول قومونه مساوي وي . تاسو بايد د نورو قومونو د عادتونو او دودونو احترام او درناوي وکړې . افغانستان يو نمونوي اسلامی هېواد دی چې خپل دودونه لري، که ته په خپله خوښه کالي واغوندې، دا د ځايي وګړو د احترام نه کولوچلند دی ، نو دوي څنګه له تا سره کار وکړي ؟. څرنګه چې ما د دوی د عادتونو او دودونو مراعات وکړ، په نيتجه کې مې له دوی سره د سروکار او معاملې په ترڅ کې هيڅ ستونزه پېدا شوه .

په افغانستان کې د حالاتو بدلون له امله جو جن مين په ٢٠١٠ کال کې خپل وطن ته راستون شو او له دوو کلونو وروسته يې په ٢٠١٢ کال کې د لاجوردو يو پلورونځی جوړ کړ. په پيل کې زيات شمېر مشريانو لاجورد نه پيژندل او له ما څخه يې پوښتنه کوله چې دا ښکلۍ ډبره څه ډول ډبره ده ، اوس حالت بدل شوی چې هر ځل چې زما لاجورد او يا له لاجورد څخه جوړ شوي اميلونه په نندارتون کې کېوښودل شي، نو مشتريان لومړې وايي چې ګوره! دلته افغان لاجورد هم پيدا کېږي! هغه وويل(اواز)

اوسمهال زما په پلورنځي کې د راغلو مشتريانو لومړۍ خبره دا ده چې دا لاجورد دی! بيا وايي چې د لاجورد بيې د لوړوالي سرعت ډېر چټک دی. اوس زيات شمېر چينايان په تيره بيا په بيجينګ کې چينايان د لاجورد په هکله زيات مالومات لري او اوس د لاجورد ورپيژندلو ته اړتيا نشته، ټول چې پيژني.

ښاغلي جو جن مينګ د افغانستان د راتلونکي د يادونې په وخت کې دا ساده نظريه لري چې په افغانستان کې به حتما ارامتيا او سوله رامنځته کېږي. دده هيله دا ده چې د سوداګر په توګه د چين او افغانستان د عادي خلکو تر منځ تګ راتګ او ګډې نظريې زياتې شي. هغه وويل(اواز)

هيله لرم چې د چين او افغانستان د خلکو او سوداګرو تر منځ د تګ راتګ او همکارۍ له لارې د دواړو هېوادونو اقتصادي تګ راتګ پياوړی شي ، د افغانانو لپاره د اړتيا وړ توکي له چين څخه دغه هېواد ته ليږدول کيږي او په افغانستان کې د لاجوردو په شمول او د قيمتي ډبرو، قالينو، هنري توکو په شمول ښه توکي چين ته صادرېږي او دا به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ښې ګټې ورسوي.

د پروګرام په پای کې هيله لرو چې د ښاغلي جو جن مين غوندي د لاجورد سوداګری لا ښه شي او زيات چيني او افغان سوداګر يو بل هېواد ته ولاړ شي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ اړيکې نورې هم ټينګې شي. ښاغلي جو درې زده کړې جملې موږ ته وويلي

(اواز)

که تاسی له افغانانو سره مخامخ ياست، نو بايد لومړی اسلام عليکم ووايي او يا وعليکم سلام! له دوي سره د خداي پامانۍ په وخت کې خداحافظ يا بای بای!ووايئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای