د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اوکراين ، اروپايي ټولنې او روسيې په شمول درې اړخيزې ارتباطي ډلې تازه د روانې مياشتې په درويشتمه نېټه د ختيځ له ولسي پوځ سره د اوربند تړون لاسليک کړ چې ددې تړون له مخې به د اوويشتمې نېټې مخکې اور بند شی. خو د تړون د لاسليک وروسته شلو ساعتو کې په ختيځ کې څو وسلوالې نښتې وشوې .نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې بايد په ختيځ کې د خونړۍ پېښې مخه ونيول شی، ددې تر څنګ د روسيې ولسمشر پوتين په څلېرويشتمه نېټه فيدرالي کمسيون ته د اوکراين په ځمکه کې د روسي پوځي ځواکونو د کارولو امتياز د لغوه کېدو وړانديز وکړ.
د اوکراين د ترهګرۍ ضد عملياتو په هکله د مطبوعاتي ډلې مشر سيليزنيوف په څلېرويشتمه نېټه اعلان وکړ چې يوه ميګ اته چورلکه چې د حکومتي پوځ يوې چوڼې ته د مالونو تر ليږدولو وروسته اډې ته د ستنيدو په لاره کې د دونيسک ايالت د سلاوييانسک ښار ته نژدې د ولسوالو لخوا وغورځوله شوه او په چورلکه کې نهه تنه سپرلي ټول مړه شول.
د اوکراين ولسمشر پوروشينکو وويل چې له اوربند څخه د ولسي پوځ د سرغړونې له امله د ټاکلي وخت مخکې د اوربند وضيعت د ختميدو شونتيا شته . هغه اړدندو څانګو ته امر ورکړ چې کېدای شی چې بې له شکه ډزې وکړي. ددې ترڅنګ د دونيسک جمهوريت صدراعظم بورودای چې دغه جمهوريت د ولسي پوځ لخوا جوړ شوی ، څرګنده کړه چې د اوربند په هکله لاسليک شوی تړون نه دی تطبيق شوی . دده په اند د کيف ادارې يوازی نړيوالې ټولنې ته د اوربند په هکله دروغجين تظاهر جوړ کړ، نو ولسي پوځ به خپلو جګړو ته دوام ورکړي.
په همدې ورځ پوتين او د اوطريش ولسمشر فيشير په ويانا کې هم ويلي چې بايد د اوکراين په ختيځ کې د دوامدارې خونړۍ پېښې مخه ونيول شی ، دواړو خواوو په ختيځ کې د يوې اوونۍ اوربند د اوږدولو غږ وکړ . پوتين وويل چې پرته د اوربند د غږولو نه بايد سره واقعي خبرې وکړي شی. فيشير زياته کړه چې د ولسمشر پوروشينکو لخوا وړاندی شوی سوله ايز پلان ښه لار ده .
پوتين فيدرالي کميسيون ته په اوکراين کې د روسي پوځي ځواکونو د کارولو امتياز د لغوه کولو وړانديز وکړ . هغه د ياد کميسيون په عنوان ليک کې وويل د اوکراين په ختيځ کې د اوضاعو د عادي کيدو لپاره او په داسې حال کې چې د درېو خواوو ترمنځ خبرې اترې پيل شوې ، زه فيدرالي کميسيون ته د اوکراين په خاوره کې د روسي پوځي ځواکونو د کارولو امتياز د لغوه کېدو وړانديز کوم چې دغه امتياز د روان کال د مارچ په لومړۍ ورځ صادر شوی دی.
د پوتين د وړانديز په مقابل کې پوروشينکو وويل چې د پوتين وړانديز د ياد سوله ايز پلان د ملاتړ کولو يو واقعي تدبير دی . د تونيسک ولسي جمهوريت د دفاع وزير مرستيال بيريزين وويل چې پوه نه شوم چې پوتين ولی دغه پرېکړه وکړه . دده په نظر که دغه وړانديز په فيدرالي کميسيون کې تصويب شی، ستونزمن کار دی چې د ختيځ او کيف ترمنځ خبرې اترې رامنځته شی.
د م م لوړپوړي چارواکي په څلېرويشتمه نېټه د اوکراين په حالاتو کې د فعالو تمايلاتو د څرګندولو هر کلی وکړ ، خو تاييده يې وکړه چې د اوکراين په ختيځ کې د امنيت او بشري حقونو حالت لا هم سخت او د اندېښنې وړ دی .
په م م کې د چين د دايمي استازې مرستيال وانګ مين په څلېرويشتمه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې وويل چې سياسي حل د اوکراين بحران د حل يوازنۍ لاره ده . هغه بيلا بيلو خواوو ته غږ وکړ چې په جدي توګه د اوربند په هکله ګډې نظريې عملي کړي . هغه زياته کړه چې چين د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې د اوکراين د ترينګلتيا د ليرې کولو لپاره ګټوره وي. هغه هيله څرګنده کړه چې اړوندې خواوې سړه سينه او صبر وساتي ، ګټور فرصت کلک ونيسي ، متقابل باور ټينګ کړي او په واقعي توګه د اوربند تړون اجرا کړي څو چې د اوکراين مسلې د سياسي حل لپاره مساعده زمينه برابره شی.
0625shishi
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |