CRI Online

د کنفوسيوس ښوونځي د چين او امريکا تر منځ د کلتوري تګ راتګ هڅونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-14 20:59:18

د کنفوسيوس ښوونځي د چين او امريکا تر منځ د کلتوري تګ راتګ هڅونه کوي

ګرانو اوريدونکو، لس کاله مخکې په امريکا کې د کنفوسيوس لومړی ښوونځی جوړ شو او تر اوسه پورې په امريکا کې جوړ شوي کنفوسيوس ښوونځي په نړۍ کې تر ټولو زيات دي .د هنر او کلتور پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته په امريکا کې د کنفوسيوس ښوونځيو په هکله مالومات درکړم!

(اواز)

همدااوس مو د سيرت او خلاق په هکله د دريو چيني کريکترونو لوست د لوستلو اواز واورېد چې په واشنګټن کې د يوي ينګ په نوم د ښوونځي د لومړي ټولګي د زده کوونکو لخوا لوستل کېدل چې دغه لوست خاص د ماشومانو لخوا ليکل شوي وو . په دغه ښوونځي کې چې شپږ کاله مخکې جوړ شوی او په چيني او انګليسي ژبو ښوونه تر سره کېږي او د ځايي اوسيدونکو د هرکلی وړ دی. د دې ښوونځي د چينی ژبی څانګې مشر يو ځاو هه وويل په دې ښوونځي کې د شامليدو لپاره د امريکايی زده کوونکو پلرونه او ميندې حتی په شپه کې هم ليکه ولاړ وو. روان کال څه دپاسه يو زرو کورنيو په دې ښوونځي کې د شامليدو غوښتنليکونه وړاندی کړي ، خو په پای کې يوازی څه دپاسه دېرش زده کوونکي منل شوي دي. دغه مشهور لومړی ښوونځی حتی د امريکا د ولسمشر ميرمن ميچيل اوباما د پاملرنې وړ وګرځېده چې د روان کال په مارچ مياشت کې چين ته تر سفر مخکې په ځانګړې توګه د يادې ښوونځې د کنفوسيوس له لوست خونې څخه لېدنه وکړه او له امريکايی زده کوونکو څخه يې د چين په هکله مالومات تر لاسه کړل.

په يوی ينګ ښوونځي کې د کنفوسيوس لوست خونه د ماريلاند پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي له خوا جوړ شو چې په امريکا کې د کنفوسيوس لومړی پوهنځی بلل کېږي. ميرمن يو ځاو هه وويل د ماريلاند پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځی د يوی ينګ ښوونځي د چينی ژبی درسونو ته زياتې مرستې برابرې کړې دي. (اواز)

د ماريلاند پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي له موږ سره ډېرې مرستې کړې دي، په ځانګړې توګه يې موږ ته ځيني ګټور کتابونه راکړي دي. برسيره پر دې د کنفوسيوس پوهنځي مشر ښوونکي څوی د کورسونو او سيمينارونو په شمول د تګ راتګ زيات فعاليتونه ترتيب کړي څو چې د چيني کلتور په هکله نور زيات مالومات تر لاسه کړو.

د ماريلاند پوهنتون د کنفوسيوس پونځي پرمختګ د دغه پوهنتون د مشر لو داو کوی ستر ملاتړ تر لاسه کړی دی. د ده په اند د کنفوسيوس پوهنځي د چين د پيژندنې په برخه کې د امريکايی خلکو په تيره بيا د امريکايی ځوانانو لپاره د هڅونې رول لري او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړيکو د ټينګښت لپاره ګټور دی. لوی داو کوی وويل(اواز)

که د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ تفاهم پياوړی شي، نړۍ به لاښکلۍ وي، د يو هېواد د کلتور د پيژندنې يوازنۍ لاره د دغه هېواد د ژبی زده کړه کول دي. چې څومره لا زيات خلک د بل هېواد ژبې زده کوي ، هومره د دغه هېواد د کلتور په هکله ددوي مالومات نور هم زياتېږي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ اړيکې هم ټينګيږي.

روان کال د کنفوسيوس پوهنځي د جوړيدو له لسمې کاليزې سره برابر دی. ٢٠٠٤ کال په امريکا کې د کنفوسيوس د لومړي پوهنځي له جوړيدو څخه راپدې خوا په امريکا کې د کنفوسيوس سل پوهنځي او دري سوه او شپږ پنځوس لوست خونې شتون لري . د کنفوسيوس پوهنځي د چين او امريکا تر منځ د کلتوري تګ راتګ او اتحاد لپاره مهم رول لوبولی او لوبوي يې.

١٧ کلن کيلي سارګينت د امريکا له شيکاکو څخه راغلی او اوس يې د پنځو کلونو لپاره چينی ژبی زده کړي دي. هغه وويل(اواز)

په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي څوک چې د يوې ورځې لپاره د بل چا ښوونکی و ، په ټول عمر کې د پلار په حيث دده د احترام وړ وي .که د امريکا عادی ښوونکي د يو کال لپاره زده کوونکو ته درس ورکړی چې د زده کوونکو په ذهنونو کې به ژوره خاطره پاتي نه وي. خو د چينی ژبی ښوونکي نه يوازی موږ ته د ژبې په هکله مالومات راکوي، بلکی له موږ سره ارزښتناکې اړيکې ټينګوي. د درسونو نه پرته زموږ ښوونکي هميشه اخلاق او اصول موږ ته وايي چې دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده او په راتلونکې کې د مسلو حلولو په باره کې زموږ لياقت د لوړولو لپاره ګټوره هم ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای