CRI Online

د پينګ ياو لرغونی ښارګوټی د بيا رغونې چارې

cri     (GMT+08:00) 2014-06-30 19:36:46

د جون په ٢٤مه نېټه د چين د پينګ ياو لرغونې ښارګوټي د دوديزو کورونو د ساتنې او بيا رغاونې او د محيطي ادارې لارښوونکي اصول په پينګ يا کې صادر شول او يوه اړونده روزنيزه غونډه هم جوړه شوه.دا د پينګ ياو لرغوني ښارګوټي د دوديزو ولسي ودانيو د ساتنې په اړه د م م د ښوونيز،علمي او کولتوري سازمان وروستنی برياليتوب دی چې د نړيوالو تاريخي ميراثونو د ساتنې او د خلکو د اوسېدو چاپيريال د ښه والي لپاره لوری ښودلی دی.په چين کې د م م د يونيسکو سازمان د کولتوري څانګې مديرې کابېس وويل چې په چين کې پيژندل شوي ٤٧ نړيوال تاريخي ميراثونه د ټولو انسانانو لپاره عمومي ارزښت لري او د اوسېدونکو د ژوندانه سويې لوړتيا ددې لرغوني ښارګوټي د دوامدار پرمختګ کلي هم ده .

مېرمن کابېس وويل چې اوس په پينګ ياو کې د ښارګوټي د ځانګړتياوو د ساتنې ، د اوسېدونکو کورونو د رغاونې په اړه مقررات نه دي ټاکل شوي او د قديمي ودانيو د ساتنې په اړه د تخنيکي لارښوونې کمزورتيا موجوده ده ، نو د دوديزو ولسي کورونو د ساتنې لپاره د لازم لارښوونکي اصول اړين دي .

پينګ ياو تراوسه پورې په چين کې د ولسوالۍ په درجه له ډير ښه ساتل شويو ښارګوټو څخه شميرل کېږي چې په دی ښارګوټي کې چې شاوخوا ديوالونه يې نژدې شپږ نيم کيلومتره دی ، د چين د کولتوري ، ټولنيزې ، اقتصادي او مذهبي پرمختيا د څيړنې لپاره يوه نمونه ساتل شوې ده او دغه قديمي ښارګوټی په ١٩٩٧ کال کې د نړيوالو تاريخي ميراثونو په ليست کې شامل شوی دی.د پينګ ياو ښارګوټي مشر څاو جه شنګ وويل چې په پينګ ياو کې ٣٧٩٧ دوديز ولسي کورونه او عامه ودانۍ شته ، خو د پانګو او اړوندو مقرراتو د کمبود له امله د دغو ودانيو د ساتنې کارونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.اوس زيات شمېر کورونه د نړېدو په حال کې دي.

په ٢٠١٢ کال کې د يونيسکو سازمان او د پينګ ياو ښارګوټي په وړانديز او د چين د کولتوري ميراثونو د صندوق او د نړيوالو کولتوري ميراثونو د صندوق په ملاتړ د پينګ ياو لرغونو ولسي کورونو د ساتنې او بيا رغاونې او د محيطي ادارې لارښوونکي اصول د شانګهای د تونګ جي پوهنتون او د نړيوالو کارپوهانو له خوا جوړ شوي دي څو چې د يادو اصولو سره سم به د پينګ ياو لرغوني ښارګوټي ولسي کورونه بيا جوړ او ورغول شي.

په يادو اصولو کې د نړيوالو تاريخي ميراثونو په اړه اوسنی قوانين ، سيمه ييزې تګلارې او د دوديزو ودانيو د ساتنې معيارونه ټاکل شوي څو چې د حکومتي څانګو او د ډيزاين د ځانګړو ډلو لپاره برابر شي.د اوسېدونکو لپاره بل لارښوونکي اصول به په راتلونکي کې اعلان شي.

په وروستيو کلونو کې د مي جيا شن په نامه کوڅه کې دوولسم لمبر انګړ او اړوندې ودانۍ په ښه توګه بيا رغونې شوی چې دغه نمونوي رغاونه د ولسي کورونو د بيا رغولو په چارو کې د ټولنيزو پانګو د راجلبولو هدف لری . په تيرو څه دپاسه دوو کلونو کې درې پنځوس انګړونه او اړوندې ودانۍ بيا رغول شوي دي .

د تونګ جي پوهنتون پروفيسر شاو يون وويل چې د نړيوال ميراث په حيث د پينګ ياو د قديمي ښارګوټی اصلي بڼه بايد وساتل شی ، خو له بلې خوا په دې قديمي ښارګوټي کې ګڼ شمير وګړي لا هم اوسيږي او ددوي ژوند بايد ښه شی ، نو د دې لرغوني ښارګوټي بيا رغاونه يوه نړيواله ستونزه بلل کېږي . د لرغونو اثارو او ودانيو پرته د پينګ ياو لارې کوڅې او ولسي کورونه هم بايد ښه وساتل شی او هم بايد د ځايي اوسيدونکو ژوند ښه شی ، نه دا چې دغه قديمي ښارګوټی بالکل په يوه سيلانيز ښارګوټي بدل شی.

ياد اصول د دريو کلونو تر تنظيم او تاليف وروسته بالاخره خپاره شوي دي او د يادو اصولو له مخې د قديمي ودانيو د ساتنې او د اوسيدونکو ژوند د ښه والي په هکله نظريه به د چين حتی د نړۍ او ارام سمندر سيمې د ولسي کورونو د ساتلو لپاره د ليدو نوي افق برابر کړي. د پروفيسر شاو په وينا لږه موده وروسته به بل اصول هم صادر شی چې په کې به د عکسونو او ساده توضيحاتو په وسيله په قديمي ښارګوټو کې اوسېدونکو وګړو ته د تاريخي ميراثونو د ساتلو په هکله اړونده مالومات وروپيژندل شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای