د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان مسئلې په اړه د استامبول بهير د لوړ پوړيو چارو اکيو غونډې د جلای په لسمه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان د اوسنيو حالاتو په هکله يوه مطبوعاتي اعلاميه خپره کړه.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د افغانستان د ولسمشريزو ټولټاکنو دوه پړاو مهم ارزښت لري، او د افغان ملي پوځونو او نورو څانګو ستاينه يې وکړه چې د امنيت د ساتلو او افغان خلکو ته د ديموکراتيکو حقونو د ورکولو په برخو کې يې د پام وړ خدمتونه کړي دي.
په دغه اعلاميه کې دې ته اشاره شوې چې د افغانستان امنيت او ثبات د سيمه ييز امنيت او ارامۍ لپاره ډېر مهم دی، او هيله څرګنده شوې چې د سږ کال د اګېست په دوهمه نېټه به په افغانستان کې د واک انتقال بشپړ شي، تر څو د سيمه ييزې هکارۍ پياوړتيا او د پرمختګ دندو ته به لا نورې پاملرنې ورشي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |