CRI Online

اسرائيلو پر غزې سيمې نور بريدونه کړي چې له امله يې سختې مرګژوبلې رامنځته شوې

cri     (GMT+08:00) 2014-07-21 17:02:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای په شلمه نېټه پر غزې باندې د اسرائيلو نظامي عمليات ديارلسمې ورځې ته اوږده شوي او ځمکنی بريد يې له درېيمې ورځې سره برابر و. اسرائيلي پوځ په همدې ورځ د غزې په ختيځ کې د استوګنې پر يوې سيمې د توپونو حملې وکړې چې له امله يې لږ تر لږه شپېته فلسطينيان ووژل او څلور سوه تنه نور ټپيان شول. دا د روانې مياشتې له اوولسمې نېټې څخه راپدې خوا د اسرائيلو په ځمکنيو عملياتو کې تر ټولو سخته مرګژوبله ده. يوازې په شلمه نېټه له سلو زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

د اړوند خبر له مخې، د اسرائيلو ځمکني پوځ د جولای د نولسمې نېټې په شپه په دوامداره توګه جنوب ته پر مخ تللی او د غزې سيمې تر ټولو لوی ښار يعنی غزې ښار ته نږدې شوی. دوی د غزې ښار پر ختيځو اطرافي سيمو سختې حملې کړې او له امله يې د شلمې نېټې تر مازديګر پورې لږ تر لږه شپږ شپېته تنه فلسطينيان وژل شوي وو چې پکې اوولس تنه ماشومان، يو خبريال او يو طبي کارکوونکی شامل وو. څرنګه چې حملې دومره سختې وې امبولانسونو نه شو کولاي يادې سيمې ته ننوځي. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د بشري مرستو او ژغورنې لپاره دوه ساعتنی اوربند وکړي، بيا امبولانسونه يادې سيمې ته ننوتل. د ژغورنې سازمان په قول، په همدې ورځ د اسرائيلو د نظامي عملياتو له امله په غزه سيمه کې ٤٢٥ تنه وژل شوي او څه دپاسه درې زره تنه نور ټپيان شوي دي. اوس د غزې ټول روغتونونه له ټپيانو ډک دي او د درملو او طبي تجهيزاتو له کمښت سره مخ دي.

اسرائيلو د جولای په شلمه نېټه د دې خبر تصديق وکړ چې په همدې ورځ د ځمکنيو عملياتو په بهير کې ديارلس تنه اسرائيلي سرتيري په غزه کې له وسله والو سره په جګړو کې وژل شوي. دغه راز د اسرائيلو د دغو نظامي عملياتو په بهير کې د مړه شويو سرتيريو شمېر اتلسو تنو ته رسېدلی دی.

د اسرائيلو لومړي وزير نېتنياهو د جولای په شلمه نېټه وويل، حماس بايد د غزې د اوسنيو ترينګلتياوو پړه پر غاړه واخلي، د اسرائيلو نظامي عمليات به دوام ولري. هغه وويل د اسرائيلو نظامي عمليات د فلسطين د ملکي وګړيو په موخه نه دي او د فلسطيني ملکي وګړيو پر مرګژوبلې يې خواشني څرګنده کړه.

ځکه چې په روانو عملياتو کې زيات اسرائيلي سرتيري وژل شوي، نو په راتلونکي کې به د اسرائيلو په دننه کې له جګړې سره د مخالفت اواز پورته شي او د اسرائيلو حکومت ښايي په دې برخه کې له ډېرو فشارونو سره مخامخ وي. نېتنياهو پر ټولو وګړيو غږ وکړ چې يووالی وساتي. هغه ژمنه وکړه چې پوځي موخه به سر ته ورسوي او په اسرائيلو کې به سوله بيا ټينګه شي.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جولای په شلمه نېټه له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د غزې پر ترينګلې اوضاع د بحث لپاره سمدلاسه يوه بيړنۍ غونډه جوړه کړي. هغه په همدې ورځ په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، په غزه کې د اسرائيلو د وژنې عمليات سخت جرم دی او د انسانانو ټولوژنه هم ده. امنيت شورا بايد په غزه کې د اوربند د عملي کېدو د هڅولو لپاره سمدلاسه بيړنۍ غونډه جوړه کړي. عباس د منځني ختيځ مسئلې په اړه له اړوندو څلورو خواوو غوښتنه وکړه چې بايد د فلسطينيانو د خونديتوب د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن پسکي د جولای په شلمه نېټه وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري به د جولای په يوويشتمه نېټه د مصر پلازمينې قاهرې ته ولاړ شي او د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د شخړې په هکله به د مصر له اړوندو مامورينو سره سلا مشورې وکړي. پسکي وويل فلسطين او اسرائيل بايد سمدلاسه اوربند وکړي. جان کيري به د دې سفر په بهير کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د اوربند د هغې لايحې د عملي کېدو هڅه هم وکړي چې د مصر لخوا وړاندې شوې وه.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای