CRI Online

د افغان چارو په اړه د چين ځانګړی استازی به د منځګړيتوب لپاره افغانستان ته ولاړ شي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-22 09:10:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د افغان چارو په اړه د چين لومړی ځانګړی استازی سون يو شي به د جولای په ٢٢مه نېټه له افغانستان څخه ليدنه وکړي چې په کې به يې يوه اوونۍ له مهمو اړخونو سره خبرې وکړي.هغه په ٢١مه نېټه چيني او بهرنيو خبريالانو ته وويل چې تر خپلې وسې پورې به له افغان دوستانو سره همکاري وکړي.

ښاغلي سون يو شي وويل چې د چين لپاره افغانستان يو مهم ګاونډي هېواد دی .چين هيله لري چې په افغانستان کې به ژر تر ژره سوله او ثبات رامنځته شي چې دا نه يوازې د افغانستان او افغانانو لپاره ګټور دی، بلکې د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره هم ګټه لري.هغه هم له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره اقتصادي مرسته وکړي.د افغان اوضاعو د يادونې په وخت کې ښاغلي سون داسې وويل چې اوس تر ټولو مهم کار دا دی چې ژر تر ژره د ولسمشريزو ټاکنو د نتيجې په اړه جوړجاړې وشي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای