د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان پوليسو د جولای په دوويشتمه نېټه وويل چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې يوه ځانمرګي چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول.
يو پوليس چې د خپل نوم له اخيستلو څخه يې ډډه کړې خبريال ته وويل چې د همدې ورځې د سهار په شپږ نيمو بجو،يو ځانمرګي بريدکوونکی د کورنيو چارو د وزارت د دفتر په وړاندې ځانمرګي چاودنه وکړه چې له امله يې د ياد وزارت د درېيو بهرنيو کارکوونکو او يو افغان ژباړونکي په شمول پنځه تنه ووژل او شپږ تنه نور ټپيان شول.
طالبانو د دې پېښې مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.دوی د سږ کال د مۍ په مياشت کې اعلان کړی و چې دوی به پر بهرنيو سازمانونو او افغان حکومت بريدونه وکړي.ټول بهرني پوځونه،هغه افغانان چې له بهرنيانو سره مرستې کوي،د حکومت لوړپوړي چارواکي،امنيتي کارکوونکي او قاضيان هم د بريدونو موخې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |