CRI Online

په افغانستان کې د چين لومړی ځانګړی استازی افغانستان ته ولاړ

cri     (GMT+08:00) 2014-07-22 17:19:07
په افغانستان کې د چين لومړی ځانګړی استازی افغانستان ته ولاړ

د افغان چارو په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت لومړی ځانګړی استازی سون يوی شي د جولای په دوه ويشتمه نېټه افغانستان ته ولاړ چې د افغانستان د سياسي قدرت د سالم او ثابت انتقال او د سوله ييزې بيا رغونې په باره کې له دغه هېواد سره مرسته کول به د ده عمده دنده وي.

درې شپېته کلن ديپلومات سون يوی شي د اووه دېرشو کلونو په ديپلوماتيکو کارونو کې څوارلس کلونه يوازې د افغانستان په هکله چارې تر سره کړي چې لومړی د چين د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغانستان د اړوندو چارو په هکله کارونه کړيدي او وروسته يې په افغانستان کې د چين د لوی سفير دنده پر غاړه درلوده. اوس د افغانستان په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت د لومړي ځانګړي استازي په توګه سون يوی شي يو ځل بيا په دغه هېواد کې کارونه تر سره کړي، هغه د خپل نوي ماموريت په اړه ډېر ښه احساسات لري. (اواز)

دا زما وياړ دی چې زه د افغان چارو په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شم او زما پر غاړه دنده ډېره درنده ده. ما په افغانستان کې د ډېرو کلونو لپاره کارونه کړيدي، نو له دغه هېواد او افغانانو سره ژورې اړيکې لرم. افغانستان داسې هېواد دی چې د ډېرو کلونو لپاره په جګړو کې پاتې شوی، زه غواړم په ټول ژوند کې مې تر وسي پورې له افغان دوستانو سره د سولې او ابادۍ لپاره همکارۍ وکړم.

اوس په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې د شکايتونو تر اغيزو لاندې راغلي په دغه هېواد کې سياسی بحران رامنځته شوی او سياسي قدرت سوله ييز انتقال يې له سختو ننګونو سره مخامخ کړي. خو له افغانستان څخه د ناټو او امريکا د ځواکونو د وتلو سره سره په دغه هېواد کې راتلونکي حالات د اندېښنې وړ دي. په دې هکله سون يوی شي وويل(اواز)

په افغانستان کې په ثابته توګه د سياسي قدرت انتقال ډېره بيړنی دی. زه هيله لرم چې دغه چارې په راتلونکو څو اوونيو کې بشپړې شي. لا ستونزمن کارونه په مخ کې دي چې د افغانستان بېلا بېل ګوندونه او ډلې دې په عمومي توګه د ټول هېواد او ملت د ګټو ساتلو چارو ته پام واړوي او واکمن ګوند او غير واکمن ګوندونه دې د ملي اتحاد رامنځته کيدو او د افغانستان د خلکو په لارښوونه د دايمی سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره کوښښونه وکړي. د ملي اتحاد رامنځته کيدل نه يوازی د افغانستان د بېلا بېلو ګوندونو او ډلو يووالي او ګډو کوښښونو ته بلکی په دغه هېواد کې د بيا رغونې په ترڅ کې د خلکو لپاره خدمتونو ته اړتيا لري.

سون يوی شي وويل په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کيدل د نظامي ځواک په اتکا نه شی کيدای، اړوندې خواوې دې د افغانستان د اقتصاد بيا رغونې په چارو کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي. اوس په افغانستان کې د چين د مرستندويو پروژو عمومي اندازه له يو مليارډ او پنځه سوه مليونو يوانو څخه اوښتې ده او چين به په راتلونکې کې په افغانستان کې د بنسټيزو تاسيساتو، د خلکو د ژونداو د چاپيريال ساتنې په ساحو کې د پانګونې اندازه پياوړې او ډېرې کړي. (اواز)

په افغانستان کې د ثبات رامنځته کيدو لپاره دې په دغه هېواد کې پوځونه زيات نه شي، خو د اقتصادي بيا رغونې په چارو کې دې له دغه هېواد سره مرسته وکړي شي. په ځانګړې توګه نړيواله ټولنه بايد د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي چې د اقتصادي پياوړتيا لپاره توان ولري. چين په افغانستان کې هيڅکله شخصي ګټې نه لټوي، دا د چين لپاره تر ټولو لويه ګټه ده چې په افغانستان کې ثبات او پرمختګ رامنځته شي. امکان شته چې چين به په راتلونکې کې له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او له ځايي توان لرونکو تصديو سره همکارۍ وکړي. زما په نظر له ليرې لحاظه دې په سوداګريزه لاره د دغه هېواد له تصديو سره همکارۍ وکړي شي چې فعال ځواکونه به وليدل شي.

د ترهګرۍ ضد په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ پياوړتيا هم د سون يوی شي يوه مهمه دنده ده. هغه وويل(اواز)

مخکې په افغانستان کې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ د چين په وړاندی تر ټولو مهم، مستقيم او واقعی ترهګريز ګوښ دی. چين پخوا د دغه غورځنګ د له منځه وړلو په برخه کې له افغانستان سره اغيزمنه همکارۍ کړې ده. موږ هيله لرو چې په راتلونکې کې د افغانستان د حکومت په شمول اړوندې خواوې له موږ سره همکارۍ ته دوام ورکړي او ژر تر ژره ترهګرۍ مرکزونو له منځه يوسي او د دې سيمې او نړۍ سوله او امنيت وساتو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای