CRI Online

تاجکستان او پاکستان به د برېښنا چمتو کولو په برخه کې همکاري پياوړې کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-23 15:50:47
تاجکستان او پاکستان به د برېښنا چمتو کولو په برخه کې همکاري پياوړې کوي

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې د روانې مياشتې په ٢٢ نېټه د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمن د پاکستان د اوبو لګولو او برېښنا له وزير خاوجه محمد اصف سره د بريښنا چمتو کولو په برخه کې د همکارۍ په اړه بحث وکړ.

په يادو خبرو اترو کې دواړو خواوو د CASA-1000 پروژې ته ډير اهميت ورکړی او څرګنده يې کړه چې د يادې پرژې د پوره کولو لپاره د وروستيو مسئلو په اړه سلا مشوره وکړي.

ياده پروژه به د تاجکستان، قرغزستان ، افغانستان او پاکستان بريښنايي سيستمونه وتړي چې زر ميګاواټو ته ورسيږي. د دغه سيستم له لارې به په دوبي کې د تاجکستان او قرغزستان اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته وليږل شي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای