CRI Online

شي جن پينګ له راول کاسترو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-07-23 16:35:56

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت ريس شي جن پينګ د جولای په دوه ويشتمه نېټه په هاوانا کې د کيوبا د دولتي کمېټې له ريس راول کاسترو سره خبرې اترې وکړې.

راول د شي جن پينګ تود هر کلی وکړ او و يې ويل اوس د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په تر ټولو ښه موده کې دي.

شي جن پينګ وويل چين تل له کيوبا سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ټينګېدو له څلورپنځوسو کلونو څخه راپدې خوا چين له کيوبا سره د اړيکو ټينګولو پر تګلارې ټينګار کړی او کوي يې.

دواړو مشرانو د خپل هېواد د ودې او د ګډې علاقې وړ مهمو مسلو په هکله د نظريو تبادله وکړه. ور پسې دوی د اقتصاد او سوداګرۍ، کرهڼيزو چارو، انرژۍ، معدني کانو، مخابراتي چارو او روغتيا په شمول ساحو کې د دواړو هېوادونو د يو لړ همکاريزو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای