CRI Online

د اسرائيلو لخوا په غزه کې جګړه دوام لري

cri     (GMT+08:00) 2014-07-23 16:50:15
د اسرائيلو لخوا په غزه کې جګړه دوام لري

پر غزي باندې د اسرائيلو يوځي عمليات د جولای په دوه ويشتمه نېټه پنځلسمې ورځې ته او د اسرائيلو پوځ ځمکني بريدونه پنځمې ورځې ته غځېدلي دي. په غزي کې د وژل شويو کسانو شمېر له شپږ سوو تنو څخه اوښتي دي او د اسرائيلو پوځ تلفات اووه ويشتو تنو ته رسيدلي دي، دغه راز په همدې ورځ اسرائيلي پوځ دا تصديق کړې چې يو سرتيری يې ورک شو. په همدې وخت کې د اوربند لپاره د نړيوالې ټولنې د منځګړيتوب کوښښونه په پر له پسي ډول روان دي. د م م سرمنشي بان کي مون په همدې ورځ فلسطين او اسرائيلو ته ولاړ چې د جګړو د پای ته رسيدو او د خبرو اترو د بيا پيل غوښتنه يې وکړه.

د اسرائيلو د پوځي عمليات له امله په غزي کې د بشري بحران ورځ په ورځ کې سختېږي. په غزي کې د سره صليب نړيوالې کميټې وياند سيسيليا ګوين وويل د اسرائيلي پوځ د ځمکني بريدونو نه وروسته حالات نور ترينګلي شويدي. (اواز)

د مرګژوبلو شمېر په دوامداره توګه زيات شوی او د طبي سيستم فشارونه ډېر سخت دی. د غزي څه دپاسه يو لکه خلک له خپلو کورونو څخه تښتېدلي. دوی ډېر ويرېږي او له فشارونو سره مخ دي. دغه بی ګنا عادی خلک د زورزياتي په عملياتو کې ګډون نه دی کړی، نو حماس او اسرايل بايد د دې درناوی وکړي.

پر ځايي وخت د جولای تر دوه ويشتمې نيټې پورې د اسرائيلو د پوځي عملياتو له امله په غزي کې څه دپاسه شپږ سوه تنه وژل او په زر ګونه نور ټپيان شوي او څه دپاسه يو لک خلک له خپلو کورونو څخه تښتېدلي او ختيځ فلسطين ته نږدی د م م له کډوالو سره د مرستو لپاره په نهه شپيتو ښوونځيو کې پنا اخيستې.

د جګړو د سختېدو سره سره د اوربند لپاره د نړيوالې ټولنې د منځګړيتوب کوښښونه په پرله پسي ډول روان دي. د م م سرمنشي بان کي مون د جولای په دوه ويشتمه نېټه فلسطين او اسرائيلو ته سفر وکړ او د دواړو خواوو تر منځ د اوربند غوښتنه يې وکړه. (اواز)

ما اسرائيلو او فلسطين ته همدا خبره کړې چې يوله بل سره جګړه پای ته ورسوي، يو له بل سره خبرې اترې وکړي او په مستقيمه توګه د جګړو له اصلی لامل له منځه يوسي، يوازې په دې شرط له يو او يا نيم کال نه وروسته په دغه سيمه کې پخواني حالت بيا تکرار نه شي. موږ بايد د فلسطين د نيول کيدو او د فلسطين د خلکو د مايوسۍ احساسات درک وکړو او خلک په دې پوهېږي چې دوی يوازی د زورزياتي له لارې د دوی نارضايت څرګندېدلی شي.

د اسرائيلو صدراعظم نيتانياهو په همدې ورځ له بان کي مون سره په مطبوعاتي غونډه کې وويل د اسرائيلو عمل د هر هېواد لپاره تر سره کېږي چې د خپل هېواد او اتباعو امنيت يې له مالومدرلو ګواښونو سره مخامخ و. هغه وويل حماس باېد او اوسنيو حالاتو د ترينګلتيا او د سختې مرګژوبلې مسئوليت پر غاړه ولري. نيتانياهو وويل(اواز)

موږ هم نه غواړو چې حالات ترينګلي شي، خو تر وسی پورې مو د عادی خلکو د مرګژوبلي مخه نيولی ده، په راتلونکې کې به دغه عمل ته دوام ورکړو. د غزي اوسيدونکي د حماس تر واک لاندی قربانيان دي او حماس دوی ته د يرغملو په توګه ګوري او د دوی په شا پټوي. هر هېواد د ځان دفاع حق لري او اسرائيل به د خپلو خپلکو ساتلو لپاره اړين تدبيرونه غوره کړي، دا نه يوازی زموږ حق بلکی زموږ دنده هم ده.

د اسرائيلو پوځ وياند پيتير لارنير وويل که څه هم له سترو نړيوالو فشارونو سره مخامخ يو، خو د حکومت د هدايت تر لاسه کولو مخکې به پوځي عمليات دوام ولري. (اواز)

موږ کم تر کمه توغندی کاروو او په همدې وخت کې د غزي د وسله والو مخه نيوی وکړو چې تر ځمکو لاندې د لارو له لارې اسرائيلو ته داخليږي. موږ د دې د هدف عملي کولو لپاره کوښښونه کوو او باور لرو چې د حکومت هيله پوره کولی شو. موږ په دې پوهېږو چې د پوځي عملياتو موخه په اسرائيلو کې د امنيت اعاده کول دي. تر اوسه مو د پوځي عملياتو د پای ته رسيدو حکم نه دی تر لاسه کړی، نو زموږ عمليات به دوام ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای