CRI Online

د تايوان د ترانساسيا هوايي شرکت د الوتکې د لوېدنې د پېښې له امله ٤٨ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-24 09:30:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د تايوان د ترانساسيا هوايي شرکت د جولای د ٢٤مې نېټې په ٦ بجو ٣٠ دقيقو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روانې مياشتې د ٢٣مې نېټې په شپه په پنګ هو کې د جي يي ٢٢٢ نمبر الوتکې د لوېدلو پېښې له امله ٤٨ تنه وژل شوي او ١٠ تنه نور ټپيان دي.

ټپيان د پنګ هو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.د ٢٤مې نېټې په ٦ بجو د يو شمېر مسافرينو خپلوان او د اړوندې ادارې چارواکي په جلا جلا توګه د الوتکو له لارې له ګاو شيونګ او تايپې څخه پنګ هو ته ولاړل.

تر اوسه پورې د لوېدلې الوتکې په دوو تور بکسونو کې يو پيدا شوی دی.د تايوان د الوتنې د امنيت کميټې اجرايوي مشر وانګ شينګ جونګ وويل چې ياده پېښه د الوتنې د امنيت په اړه يوه پېښه ده او تر پلټنې وروسته به اړونده نتيجه خپره شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې اوس له لاتيني امريکا څخه پر خپلې ليدنې بوخت دی،د دې خبر تر اورېدو وروسته خپله همدردي او خواخوږي څرګنده کړه او په ځانګړي توګه يې د دولتي شورا د تايوان چارو له دفتر څخه غوښتنه وکړه چې د مړه شويو کسانو خپلوانو ته د ده او د سترې برخې خلکو خواشينې څرګنده کړي او ورڅخه د حال احوال پوښتنه وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای