د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:له ٢٠٠٥ کال راهيسې له شينجيانګ سره ١٩ مرستندويه ولايتونو د شينجيانګ د راډيويي، فلمي او تلويزيوني چارو د پرمختګ لپاره ٥٠٠ مليونه يوانه لګولي او ٧٠ اړوندې پروژی يې تر سره کړي.
د ٢٠١٠ کال په می مياشت کې د شينجيانګ لپاره د مرکزي حکومت د لومړې کاري غونډې له جوړېدو راهيسې د چين د مطبوعاتو او چاپ عمومي ادارې د شينجيانګ د راډيويي، فلمي او تلويزيوني چارو د پرمختګ لپاره يو لړ تګلارې او تدبيرونه نيولي دي.د مرکزي حکومت له خوا د ادارې او ساتنې پانګې ١ مليارډ او ٥ سوه مليونو يوانو ته رسېدلې او اوس په شينجيانګ کې د راډيويي، فلمي او تلويزيوني عام خدمتي سيسټمونه ورځ په ورځ بشپړېږي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |