CRI Online

د تايوان د ترانساسيا هوايي شرکت د لوېدنې الوتکې ٢ تور بکسونه پيدا شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-24 14:24:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د تايوان د الوتنې د امنيت په اړه د پلټنې کميټې د جولای د ٢٤مې نېټې په غرمه وويل چې د تايوان د ترانساسيا هوايي شرکت د لوېدلې الوتکې ٢ تور بکسونه پيدا شوي ، خو د سخت لوېدلو له امله ياد تور بکسونه ډېر زيانمن شوي دي.هيله ده چې اړونده شمېرنه نه وي ويجاړه شوې.

د جولای د ٢٣مې نېټې په شپه د تايوان د ترانساسيا هوايي شرکت د جي يي ٢٢٢ الوتکه له ګاو شيونګ څخه پنګ هو ته د الوتلو په لاره کې د بېړنۍ ناستې په وخت کې ولوېدله چې له امله يې ٤٨ تنه وژل او ١٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای