د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په دوويشتمه نېټه د کيوبا پلازمينې هاوانا ته ورسيد او کيوبا ته يې په خپل سفر پيل کړ.د کيوبا خبري رسنيو د دې په اړه راپورونه ورکړي.
د کيوبا د ګرانما ورځپاڼې د جولای په دوويشتمه نېټه خبر ورکړ چې شي جين پينګ په همدې ورځ په هاوانا کې د کيوبا انقلابي مشر فيديل کاسترو سره وکتل.دوی په دوستانه فضا کې د ګډې علاقې وړ نړيوالو مسئلو او د بشر په وړاندې د خطرونو او ننګونو په باب خبرې اترې وکړې.له دې وروسته شي جين پينګ د فيديل کاسترو په بلنه د فارم او باغ سيل وکړ.دوی د چين او کيوبا تر منځ د همکارۍ د اوسنيو حالاتو په اړه هم خبرې وکړې.
د کيوبا حکومتي ويبپاڼې د جولای په درويشتمه نېټه خبر ورکړ چې شي جين پينګ کيوبا ته د سفر په ترڅ کې د کيوبا او چين تر منځ نهه ويشت همکاريز تړونونه لاسليک شوي دي.
شي جين پينګ د جوسي مارټي نښان تر منلو وروسته ويلي وو چين او کيوبا پرمختيايي هېوادونه دي،د دواړو هېوادونو وګړي ګډ ارمان او عقيقده لري.چين د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو پرمختګ پر ښه راتلونکي پوره باور لري.هيله لرم چې چين او کيوبا تل تر تله دوستانه او ملګري هېوادونه وي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |