CRI Online

د غزې او اسراييلو تر منځ د اوربند نښې نه ښکاري

cri     (GMT+08:00) 2014-07-24 17:08:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د غزې سيمې په موخه د اسراييلو نظامي عمليات د جولای په درويشتمه نېټه شپاړسمې ورځې ته غځېدلي او د دغو عملياتو له امله په غزه سيمه کې نږدې اوه سوه تنه وژل شوي دي. د مړه شويو اسراييلي سرتيريو شمېر دوه دېرش ته رسېدلی او يو عسکر يې ورک شوی دی. برسيره پر دې، دوه اسراييلي ملکي وګړي او يو بهرنی هم وژل شوی. که څه هم نړيوالې ټولنې خپل منځګړيتوب پياوړی کړی، خو هېڅ ريښتنی پرمختګ پکې نه دی ليدل شوی.

د فلسطين د روغتيايي چارو ارګان يو مامور د جولای په درويشتمه نېټه وويل په همدې ورځ د اسراييلو په نظامي عملياتو کې درويشت تنه فلسطينيان وژل او دوه سوه دېرش تنه نور ټپيان شوي دي. څرنګه چې امبولاسونه اړوندې سيمې ته نه شي ننوتلی، نو د مړه شويو کسانو شمېر ښايي لا زيات شي. بله خوا د غزې په جنوب او شمال کې د فلسطين د وسله والو او اسراييلي سرتيريو تر منځ سختې جګړې دوام لري.

په دې حال کې چې د فلسطين او اسراييلو تر منځ اوضاع مخ په خرابېدو ده، نړيوالې ټولنې خپل منځګړيتوب پياوړی کړی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيری د جولای په درويشتمه نېټه له مصر څخه اسراييلو ته ورسېد او په بيت المقدس کې يې د اوربند لپاره د م م له سرمنشي بان کي مون سره خبرې اترې وکړې. ور پسې جان کيري د اردن سيند د لوېديځې غاړې په رام الله ښار کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره د اوربند د عملي کولو په هکله بحث وکړ. بيا وروسته جان کيري په تلبيف کې د اسراييلو له لومړي وزير نيته نياهو سره وکتل.

په عين وخت کې بان کي مون په همدې ورځ د اسراييلو له ولسمشر پيرس سره خبرې اترې وکړې. بان کي مون وويل اسراييل او فلسطين بايد سمدلاسه نظامي کړه وړه پای ته ورسوي او خبرې اترې دې وکړي.

د روسيې ولسمشر پوتين په همدې ورځ د اسراييلو له صدراعظم نيته نياهو سره په ټلېفوني خبرو کې وويل د اسراييلو د نظامي عملياتو له امله په غزه کې بشري اوضاع ډېره خرابه ده. روسيې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره اوربند وکړي او په سياسي توګه دې اړوند بحران حل کړي.

په ژنيو کې د م م په دفتر کې د چين دايمي استازي وو های لونګ د جولای په درويشتمه نېټه د انساني حقونو په اړه د م م د شورا په يوويشتمه ځانګړې غونډه کې وويل چين د اسراييلو او فلسطين تر منځ د شخړې سختېدو ته ډېره پاملرنه کوي. د چين په اند، اوسنی بيړنی کار د اړوندو خواوو تر منځ اوربند کول دي، چين د اوسنيو ترينګلو اوضاعو د ارامولو لپاره د نړيوالې ټولنې د ديموکراتيکو کوښښونو ملاتړ او ستاينه کوي. چين هم په دې سيمه کې د اوربند د هڅولو لپاره فعال کوښښونه کوي.

د م م د انساني حقوقو شورا په همدې ورځ يوه پرېکړه تصويب کړه چې پکې غوښتل شوي د اسراييلو په نظامي عملياتو کې د هغې برخې په هکله پلټنه تر سره شي چې له انساني حقونو څخه يې سرغړونه کړې. اسراييلو له دې سره مخالفت کړی او و يې ويل اړونده پلټنه بايد د حماس په برخه تر سره شي.

د فلسطين او اسراييلو تر منځ د شخړې له امله، امريکا او اروپا اسراييلو ته خپلې الوتنې الوتنې ځنډولي. د اسراييلو ترانسپورټي ادارې د جولای په درويشتمه نېټه اعلان وکړ چې د نړيوالو الوتکو لپاره به د دې هېواد په جنوب کې يو هوايي ډګر خلاص کړي.

که څه هم نړيواله ټولنه په ديموکراتيکو کوښښونو بوخته ده، خو اوس د فلسطين او اسراييلو تر منځ د اوربند هېڅ نښه ليدل نه کېږي. د حماس مشر خالد مشعل وويل حماس د بشريت په خاطر د اوربند کولو لپاره تياريانې نيولې دي، خو مخکني شرط دا دی چې بايد د غزې کلابندي ليرې شي او په سرحدي سيمو کې دې د حماس څارونکي مرکزونه بيا خلاص شي.

د اسراييلو امنيتي کابينې په همدې ورځ يوه غونډه جوړه کړه او ګډون کوونکو په غزه کې د نظامي عملياتو د پيمانې د پراخولو او د اوربند کولو پر دوو شونتياوو بحثونه وکړل.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای