د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اوکراين صدراعظم سنيا ياتسنيوک د جولای په څليرويشتمه نېټه پارلمان ته خپله استعفانامه وړاندې کړه او د واکمنې ټولنې له لغوه کولو يې احتجاج څرګند کړ.
هغه وويل چې د ده استعفا د انرژۍ په اړه د يو مهم تړون په نه تصويبولو سره اړه لري چې له مخې به يې امريکا او اروپايي هېوادونو ته د انرژۍ د انتقالي سيستم د عصري کولو حق ورکړی شي.برسيره پر دې،د ده حکومت لخوا وړاندې شوي د پوځي لګښتونو د زياتوالي په اړه وړانديز هم نه دی تصويب شوی.
هغه وويل چې حکومت د ده په مشرۍ په ډېرو پيچليو حالاتو کې تر وسې پورې کارونه کړي وو.خو د پارلمان يادې پرېکړې د حالاتو د لا پيچليتوب سبب ګرځيدلي دي.
د اوکراين د پارلمان مشر اوليکزاندير تورچينوف له دې وروسته وويل،هيله لرم د يودار (UDAR) او د ازادۍ ګوندونه د لنډ مهالي صدراعظم نومونه وړاندې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |