CRI Online

جاپان،هند او امريکا ګډ پوځي تمرينونه تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2014-07-25 11:00:39

د جاپان خبري رسنيو خبر ورکړ چې د جاپان د امنيت ساتنې سمندري ډلې،د امريکا سمندري پوځ او د هند سمندري پوځ د جولای په څليروېشتمه نېټه اعلان وکړ چې د جاپان د سيکوکو چيهو سيمې له جنوب څخه د اوکيناوا ټاپو تر ختيځ پورې د مالابار په نوم ګډ پوځي تمرينونه تر سره کړل.دغه تمرينونه به د روانې مياشتې تر دېرشمې نيټې پورې دوام ولري.

د معلوماتو له مخې،د امريکا او هند سمندري پوځونه هر کال کې پوځي تمرينونه تر سره کوي.د جاپان د امنيت ساتنې سمندري ډله له پنځو کلونو وروسته درېيم ځل لپاره په دې تمرينونو کې ګډون کړی دی.د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د سږ کال په جنوري کې هند ته د سفر په ترڅ کې د هند له صدراعظم منموهن سينګ سره په يادو تمرينونو کې د ګډون کولو په اړه موافقه ليک لاسليک کړی و. (شکريه) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای