CRI Online

بان کې مون له عراق څخه وغوښتل چې يو داسې حکومت جوړ کړي چې پکې بېلا بېل ګوندونه او سياسي ډلې شاملې وي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-25 11:01:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د م م سرمنشي بان کې مون د جولای په څليرويشتمه نېټه په بغداد کې وويل چې عراق له خطرونو سره مخامخ دی،يو داسی حکومت به اوسنۍ ستونزې حل کړي چې پکې بېلا بېل ګوندونه او سياسي ډلې شاملې وي.

هغه د عراق له صدراعظم نوري کمال الملکي سره له ملاقات وروسته په خبري ناسته کې وويل چې د عراق نوی حکومت بايد د امنيت،سياست،ټولنې او اقتصاد په اړه د بېلا بېلو قومونو د ګډې علاقې وړ مسئلو د حل و فصل توان ولري.

هغه د خونړو پېښو له امله ډېر اندېښمن دی او د عراق د بېلا بېلو ټولنو له مشرانو څخه يې وغوښتل چې ژر تر ژره په سوله ييزو خبرو اترو کې ګډون وکړي،له ترهګريزو عملياتو سره مبازرې وکړي،د ديموکراتيک کېدو او د پاليسو د طرح کولو بهيرونه چټک کړي او د قوانينو او بشري حق درناوی وکړي.

نوري کمال الملکي له ملاقات وروسته له بان کې مون سره ژمنه وکړه که څه هم د عراق په وړاندې ستونزې ډېرې دي،خو ديموکراتيک کېدو بهير لا هم د پرمخوړلو په حال کې دی.بېلا بېلې ډلې به د قانوني بهير سره سم په نوي حکومت کې ګډون وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای