د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د عراق پوليسو د جولای په څليرويشتمه نېټه وويل چې په همدې ورځ د بغداد په مرکز کې مسلسلې چاودنې وشوې چې له امله يې اته تنه وژل او څلور دېرش تنه نور ټپيان شويدي.
د پوليسو په قول،د موټر بم دوې چاودنې د ښار په مرکز د بازار په يو سړک کې وشوې.
د پروسږ کال له پيل څخه راپدېخوا،په عراق کې کله کله ترهګريز بريدونه او د زورزياتي کشالې پېښېږي.د معلوماتو له مخې،د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې،پنځه زره پنځه سوه او شپږ اويا تنه د بريدونو او کشالو له امله وژل شويدي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |