د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان چارو په اړه ځانګړي استازي سون يوو شي د جولای په اوويشتمه نېټه د پاکستان په اسلام أباد کې د چين او پاکستان د خبري رسنيو تر منځ د تبادلې غونډه جوړه کړه، پکې يې وويل،هغه په جلا جلا ډول د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشر له دوو نوماندانو اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ملاقاتونه کړيدي.چين د افغانانو په لارښښونې د روغې جوړې د سياسي بهير ملاتړ کوي او هيله لري چې د افغانستان په سمسورتيا او پرمختګ کې لا مثبت رول ولوبوي.چين په دې باور لري چې د افغانستان امنيتي حالات به ورځ په ورځ ښه شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |