CRI Online

د افغان چارو په اړه د چين ځانګړي استازي سون يو شي له پاکستان څخه ليدنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2014-07-28 15:30:51
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغان چارو په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت لومړي ځانګړي استازي سون يو شي د جولای په ٢٧مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه او په افغانستان کې د ده د ماموريت پايله، د افغان مسئلې په اړه د چين دريځ او د افغانستان د سوله ييز بهير د پياوړتيا په باره کې د چين او پاکستان ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په هکله د چين د هيلو په هکله معلومات ورکړل.

هغه په همدې ورځ لومړی په افغانستان کې د رايو د شمېرنې بهير په هکله پاملرنه وښودله او ويې ويل، چې که څه هم د رايو د شمېرنې په برخه کې اختلافونه موجود دي او د رايو د بيا شمېرنې کارونه روان دي، خو هيله ده چې دواړه نوماندان به له عمومي لحاظه پايله ومني او د سوله ييز بهير د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي. ده وويل،

ما په ٢٤مه نېټه د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو له دوو نوماندانو ښاغلي اشرف غني او ښاغلي عبدالله عبدالله سره خبرې اترې وکړې او په ترڅ کې مې د چين د حکومت په استازيتوب د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته پاملرنه وښودله. هيله ده چې دوی به ژر د ټاکنو په نسبت موافقې ته ورسوي. اوس د رايو د بيا شمېرنې کارونه د م م تر څارنې لاندې روان دي. هر ډول پايله رامنځته شي، هيله لرو چې دغه دواړه نوماندان به وروستۍ پايله ومني او د ملي ګټو له لحاظه به د نوي مشر او نوي حکومت د لوړې مراسم تر سره شي. په دې نسبت د افغانستان سوله ييز بهير به چټک پرمختګ ومومي.

د ښاغلي سون په اند، پاکستان د افغان مسئلې د حلولو په بهير کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. نو هغه په افغانستان کې د منځګړيتوب له پای ته رسېدو وروسته پاکستان ته ولاړ او موخه يې دا ده چې د افغانستان په سوله ييز بهير کې د چين او پاکستان ترمنځ همکاري پياوړې کړي.

د سږ کال تر پايه پورې به د ناټو پوځ له افغانستان څخه ووځي، د ځينو کسانو په اند، افغان امنيتي ځواکونه به توان و نه لري چې د خپل هېواد امنيت وساتي. خو ښاغلی سون يو شي په دې اړه بېل نظر لري. د ده په اند، د اقتصاد پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والی د زور د مخنيوي په باره کې ډېره مؤثره وسيله ده. هغه هيله لري چې طالبان به هم د چين د مرستې پر رڼا کې د وطن د ابادولو په لاره کې ګام پورته کړي. ده وويل،

موږ هڅه کوو چې طالبان پخپله خوښه وسلې په ځمکه کېږدي، له حکومت سره به همکاري وکړي او بيا په سياسي بهير کې برخه واخلي. موږ هيله لرو چې د افغانستان حکومت خپلواکي ولري. که په دې برخه کې ستونزه شته، موږ به په پر له پسې توګه ورسره مرسته وکړو. په عين وخت کې موږ د ملي تفاهم لپاره زيار وباسو. سياسي بهير بايد د افغانانو تر لارښوونې لاندې تر سره شي. موږ به کوښښ وکړو چې د اقتصاد په ساحه کې د افغانستان د پرمختګ لپاره مرسته وکړو. باور لرم چې ټول خلک جګړه نه غواړي او د ښه ژوند هيله لري.

په تېرو څو کلونو کې چين هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ و او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې دنده ورځ په ورځ کلکه او سخته کېږي. پاکستان او چين د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په باره کې غني تجربې لري، نو ښاغلي سون يو شي وويل، چې چين بايد د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره لا ښه همکاري وکړي. ده وويل، 

په تېرو څو لسيزو کلونو کې پاکستان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره مثبت رول لوبولی دی. اوس چين هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دی او ګڼ شمېر ترهګريز بريدونه د چين په شمال لويديځه برخه، حتی په پلازمينه بېجينګ او جنوبي سمندری سيمه کې پېښ شوي. چين او پاکستان په دې برخه کې ښه همکاري کړې ده. د دې ترڅنګ د افغانستان حکومت پخوا د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له چين سره مثبتې همکارۍ او تبادلې هم کړې دي. دغه همکاري به دوام ولري. په تېره بيا د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول د ترهګريزو ډلو پرضد د مبارزې په برخه کې به له افغانستان او پاکستان سره لا ښه همکاري وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای