CRI Online

د بېجيتګ متقاعد ښوونکی کليوالو سيمو ته مالونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-28 18:34:20

د ٧٨ کلن متقاعد ښوونکي يانګ هونګ جانګ ورځنۍ دنده د زړو درسي کتابونو او جامو بېرته راغونډول دي.هغه وويل چې يو ښه کتاب د باطل کاغذ په توګه خرڅېږي، ارزښت يې ډېر لږ دی.خو دغه کتاب د زده کوونکو لپاره ډېر ارزښتناک دی.هغه زياته کړه چې له بېجينګ څخه په ٢٠٠ کيلو مترۍ يو کلي کې زيات شمېر ماشومان د بېوزليتوب له امله له زده کړې څخه بې برخې دي.

ښاغلی يانګ هونګ جانګ چې د بيجينګ د مالونو په پوهنځي کې يې ديرش کاله کار کړی ، څوارلس کاله مخکې تقاعد شو او وروسته يې د لومړي ځل لپار ه د ځينو زده کوونکو په مشرۍ د هه بې ولايت د وان چيوان ولسوالۍ د ګو جيا ګو لومړني ښوونځي ته لاړ او و يې ليدل چې په ٣ کليو کې د شلګونو زده کوونکو لپاره يوازی يو ښوونکی شته .حتی زيات شمېر ماشومانو د کتاب اخيستلو پيسې هم نه درلودې او بې چاره په کور کې پاتې وو. بېرته بېجينګ ته تر ستنېدو وروسته ښاغلي يانګ هونګ جانګ د بېجينګ له ١١ پوهنتونونو او څو منځنيو او لومړيو ښوونځيو څخه له بې وزلو کليوالو ماشومانو سره د مرستې غوښتنه وکړه چې په پايله کې د دغو پوهنتونونو او ښوونځيو له ښوونکيو سره يو ځای غريبو سيمو ته څه د پاسه ٣٠ زره ډول ډول کتابونه راغونډ شوي او په وان چيوان ولسوالۍ کې د زياتو لومړيو ښوونځيو لپاره د کتابونو د کمښت مسئله حل شوې ده.

د ٢٠٠٢ کال په جولای مياشت کې يانګ هونګ جانګ د کتابونو او جامو د بيا راغونډولو پر کارونو پيل وکړ ځکه چې هغه وليدل چې فارغ شويو زده کوونکو پخپله خوښه لوستل شوي کتابونه او کالي مالي يې وغورځول ، نو د دغو کتابونو او جامو د راغونډولو فکر يې کولو او د زده کوونکو په مشرۍ يې په ٣ ورځو کې له ٥٠٠ زده کوونکو څخه پنځه زره جامې او زيات شمېر کتابونه راغونډ کړي او راغونډې شوې جامې او کتابونه يې د وان چيوان ولسوالۍ د ګو جيا ګو، ياوروان او هونګ چي ګو ٣ کليو غريبو ماشومانو ته ليږلي دي.

د لازياتو مالونو د راغونډولو لپاره ښاغلي يانګ هونګ جانګ له ٢٠٠٣ کال څخه د بېجينګ د مالونو په پوهنځي کې له بې وزلو ماشومانو سره د مرستې يو مرکز جوړ کړ او له پوهنځي څخه تر فراغت مخکې له زده کوونکو څخه يې د مالونو د بسپنې غوښتنه وکړه.د پوهنتون بېلا بېلې څانګې په پوره توګه د ده غوښتنې ملاتړ کوي چې په ځانګړي توګه يې د مالونو د راغونډولو لپاره ٤ کوټې برابرې کړي دي.

له زياتو کلونو راهيسې د بېجينګ د مالونو پوهنځی د مرستې په مرکز کې د زړو کتابونو او جامو د بيرته راغونډولو کارونه ګام په ګام بشپړ شوي دي . دغه ډول مرسته او بسپنه د يو دود په توګه ګڼل کېږي چې هر کال بېوزلو نويو زده کوونکو ته په وړيا ډول پوځي روزنيزې جامې او درسي کتابونه ورکول کېږي.

د بېجينګ په شاوخوا سيمو کې ٣٢ ولسوالۍ د هېواد په کچه بېوزلۍ ولسوالۍ پرتې دي چې د نورو مرستو لپاره ډيره اړتيا لري.په بېجينګ او تيان جين ښارونو کې څه د پاسه سل پوهنتونونه شته چې په کې لوستل شوي کتابونه او غورځول شوې جامې ډېرې دي. ښاغلي يانګ هونګ جانګ وويل چې دغه مالونه د کليوالو منځنيو او لومړيو ښوونځيو د غريبو زده کوونکو لپاره بيا کارول کېږي.

نن ورځ د مرستې او بسپنې مرکز له مينې څخه د ډکې کوټې په توګه بلل کېږي.د خپل پوهنځي د زده کوونکو د غوښتنو د پوره کېدو نه پرته لازيات نور مالونه کليوالو ماشومانو ته ليږل کېږي .

د ښاغلي يانګ هونګ جانګ په اند د مينې ډکې کوټې د زده کوونکو لپاره د يو ټولنيز درس ارزښت لری. هغه وويل چې دغه کورس د ده په ښوونيز ژوند کې تر ټولو ګټور درس دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای