CRI Online

په پاکستان کې د چين لوی سفير د سي ار ای راډيو له لارې د کوچني اختر مبارکي ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-07-29 08:52:46

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ٢٩ نېټه په پاکستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه. په پاکستان کې د چين لوی سفير سون وۍ دونګ د چين نړېوالې راډيو له لارې ځايي وګړو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کړه او ويې ويل:

د کوچني اختر په وياړ زه په پاکستان کې د چين د سفارت په استازيتوب او پخپله د چين نړېوالې راډيو له لارې ټولو پاکستانيانو ته نيکې هيلې وړاندی کوم. عيد مبارک!

هغه وويل چې اوس د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې له تاريخي لحاظه تر ټولو په ښه موده کې دي چې لوړ پوړی تګ راتګ زيات شوی دي او واقعي همکارۍ ګټورې دي. د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي لارې په ښه توګه پرمخ بيايي او خپلمنځي ستراتيژيکي دوستانه اړيکې نورې هم ژورې شوې دي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای