CRI Online

د چين پخوانی باسکيتبال لوبغاړی ياو مينګ د نړيوال اولمپيک کميټې لخوا د نان جينګ د ځوانانو د اولمپيک لوبو د لوی سفير په توګه وټاکل شو.

cri     (GMT+08:00) 2014-07-29 14:40:32

د سينهو اژانس د خبر له مخې، د نړيوالو اولمپيک کميټې چې مقر يې د سويس په لوسان ښار کې دی، د جولای په اته ويشتمه نېټه اعلان وکړ د چين پخوانی باسکيتبال لوبغاړی ياو مينګ د نان جينګ د ځوانانو د دوهمې دورې دوبني اولمپيک لوبو د لوی سفير په توګه وټاکل شو چې راتلونکی اګېست مياشت به د چين په نان جينګ ښار کې تر سره شي.

دغې کميټې وويل، چې ياو مينګ به د چين د باسيکتبال په ساحه کې د يو نمونې په توګه د دغو لوبو په موده کې له ځوانانو لوبغاړو سره د تجربو تبادلې او تګ راتګ وکړي. بر سېره پردې، د امريکا د ګولف لوبغاړی ميچيللي وي او د جنوبي افريقا د لامبو وهلو لوبغاړی چاد لي کلوس هم د دغو لوبو د لوی سفير په توګه ټاکل شوي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای