CRI Online

د کوچنی اختر په موده کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ حالات ناارام دي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-29 16:40:22


د جولای مياشتې اته ويشتمه نېټه پر غزې د اسرائيلو د پوځي عملياتو له يوويشتمې نېټې سره برابره وه، او د اسرائيلي پوځونو ځمکني بريدونه يوولسمې ورځې ته غزېدلي. په همدې ورځ د فلسطين مسلمانانو د کوچني اختر هرکلی وکړ، له دې مخکې حماس څو ځله له اسرائيلو سره د بشري دوستۍ د لنډمهالي اوربند په اړه موافقې ته رسيدلي و. خو وروستی ځل اوربند د جولای مياشتې په اته ويشتمه نېټه ماسپښين له دې وروسته ماته شوی دی چې فلسطيني وسلوالو پر اسرائيلو باندې څو هاوانونه او توغندي وتوغول. د اسرئيلو دفاعي پوځونو په همدې ورځ له غرمې وروسته اعلان وکړ چې پر غزې هراړخيز پوځي عمليات بيا پيل شوي دي.

په همدې ورځ ماسپښين د غزې د سمندر پر غاړه په يو پارک کې چاودنه وشوه چې له امله يې د اته ماشومانو په شمول لږ تر لږه لس تنه ووژل شول او څلوېښت تنه نور ټپيان شول. د غزې ادارې وويل، چې دغه چاودنه د اسرائيلو د يوې بې پيلوته الوتکې د هوايي بريد له امله رامنځته شوه، خو د اسرائيلو پوځي ادارې وويل چې د فلسطين د جهاد اسلامي ډلې له خوا د توغند د ويشتلو ناکامي د يادې پېښې سبب دی. ورپسې غزې ته نږدې د اسرائيلو يشکول سيمه له غزې څخه د راغليو هاوانونو له بريد سره مخامخ شوه چې پکې څلور تنه ووژل او زيات کسان ټپيان شوي.

د اسرائيلو صدراعظم نيتانياهو په همدې ورځ وويل، چې اسرائيل بايد پر غزې د دايمي جګړې لپاره چمتو شي. هغه د دفاع وزارت په يوه خبري ناسته کې وويل، يوازې د اسرائيلي عامو وګړو د وژلو په موخه تر ځمکه لاندې جوړ شوي پټ تونلونه ټول ويجاړ شي، دغه جګړه به پای ته ورسيږي. موږ به د خپلو تفصيلاتو سره سم پوځي عملياتو ته دوام ورکړو، تر څو چې زموږ دنده پوره شي. د اسرائيلو د دفاع وزير په خپله وينا کې وويل، چې اسرائيلي پوځونه به په راتلونکو څو ورځو کې بيا هم پر غزې پوځي عملياتو ته دوام ورکړي، اسرائيل به د هغو مسئلو په اړه مصالحه و نه کړي چې د خپلو اتباعو پر امنيت پورې يې اړه لري.

د فلسطين صدراعظم رامي الحمدالله په همدې ورځ د کوچنی اختر د مبارکۍ په مراسمو کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې بايد سمدلاسه د اسرائيلو له خوا د غزې د عامو وګړو د وژنې د مخنيوي او د اردن سيند پر لويديځه غاړه د لاريونونو د کنترول لپاره ګامونه پورته کړي. د حماس وياند سامي ابو زهوري وويل، چې دا يو جنګي جرم دی، اسرائيلو ته به په درنه بيه تمام شي. د جهاد اسلامي ډلې دا هم څرګنده کړه چې د دې په مقابل کې به زور غوره کړي.

د م م سرمنشي بان کي مون د جولای په اته ويشتمه نېټه له فلسطين او اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې په کوچني اختر کې سمدلاسه بې شرطه د بشر دوستۍ اوربند پلی کړي، او دايمي اوربند پوره کړي، تر څو د هراړخيزو خبرو اترو د پيل لپاره بنسټ جوړ شي. دا په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې د بان کي مون له خوا د اوربند څلورم ځل غوښتنه وه. بان کي مون پر دې ټينګار وکړ چې فلسطين او اسرائيل دواړه مسئوليت لري چې بايد سمدلاسه اوسنۍ شخړې پای ته ورسوي، خبرې اترې دې بيا پيل کړي او د شخړو سرچينې او مسئلې دې حل کړي. دغه راز دايمي سوله به د متقابل درناوي، پر غزې د بنديز او د نيمې پېړۍ د نيونې د پای ته رسيدو له لارې حل شي.

د فلسطين د روغتيا ادارې د شمېرنې له مخې، د جولای مياشتې له اتمې نېټې څخه تر اوسه پورې د اسرائيلي پوځونو په عملياتو کې زرګونه فلسطينيان ووژل او له شپږو زرو زيات ټپيان شوي دي چې زياتره برخه يې عام وګړي دي. د اسرائيلو د پوځي ادارې د خبر له مخې د اسرائيلو دوه څلوېښت سرتيري او څو تنه عام وګړي وژل شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای