CRI Online

د اوکراين د حالاتو په اړه د امريکا او اوکراين د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ کتنه وشوه

cri     (GMT+08:00) 2014-07-30 17:01:58


د چين نړيوالې راډيو درنو اورېدونکو، السلام عليکوم! د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د جولای په نهه ويشتمه نېټه په واشينګټن کې د اوکراين د بهرنيو چارو له وزير پافلو کليمکين سره وکتل او دوړاو خواوو له روسيې څخه غوښتنه وکړه چې د اوکراين د حالاتو د ارامولو لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.

جان کيري په همدې ورځ د اوکراين له خارجه وزير کليمکين سره خبرې اترې وکړې چې مهم ټکي يې د اوکراين اوسنيو حالاتو ته متوجه و. جان کيري د کتنې له پای ته رسيدو وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې د اوکراين له ملکي وسلوالو ډلو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې د ماليزيا د الوتکې د لوېدلو په ځای کې د نړيوالو پلټونکو ننوتلو ته اجازه ورکړي. د اېم اېچ اوولس نمبر د ماليزيا د هوايي شرکت الوتکه د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه د اوکراين په ختيځ کې ولويده او له امله يې دوه سوه اته نوي تنه مړه شول. جان کيري وويل

(( د ماليزيا د الوتکې له لوېدلو وروسته لس ورځې تېرې شوې دي، خو اړوند پلټونکي نه شي کولی چې بې له امنيته د پېښې ځای ته ننوزي. دغه راز پلټونکي د الوتکې ټوټې نه شي راټولولی او د څېړنې لپاره نور شهادت نه شي لټولی. ))

کيري دې ته اشاره وکړه چې له څرګندو شواهدو څخه ښکاريږي چې روسيه د پردې تر شا د اوکراين په ختيځه برخه کې د ملکي وسلوالو ډلو ملاتړ کوي. هغه وويل، هغه او د اوکراين د بهرنيو چارو وزير کليمکين دواړه هيله لري چې روسيه د خپل اغيز له لارې د اوکراين ملکي وسلوالو ته قناعت ورکړي چې د اوربند تړن ومني.

((که څه هم روسيې په اوکراين کې د ثبات خبرې کړې، خو شواهد نشته چې روسيه د رښتيني ګامونو د پورته کولو هيله ولري، نو د روسيې تر ملاتړ لاندې د اوکراين ملکي وسلوال په ځمکه د وسلو ايښودل ردوي، دا د اوکراين د سياسي بحران سبب دی. ))

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير کليمکين له روسي پلويو وسلوالو سره د اوربند تړون د لاسليک مهم ارزښت ياد کړ. هغه څرګنده کړه چې وروستۍ موخه يې د اوکراين د ځمکنۍ بشپړتيا اعاده کول دي. د دې خبر په هکله چې روسيې د اوکريان پر پوځونو توغندي توغولي، کليمکين رد کړه چې د اوکراين پوځونو د روسيې د توغنديو مقابل کې توغندي توغولي. هغه وويل

(( په يو خبر کې ويل شوي چې روسيې د اوکراين پر پوځي هدفونو توغندي توغولي او د روسيې الوتکو د اوکراين پر هوايي قلمرو تېری کړی، خو اوکراين مقابل بريد و نه کړ، ځکه اوکراين د حالاتو ترينګلتيا نه غواړي او په جدي توګه د نړيوالو قوانينو مراعات کوي. ))

که څه هم کيري او کليمکين دواړو له روسيې څخه د اوکراين د حالاتو د ارامولو غوښتنه کړې، خو کيري وويل، په ډېر احتمال چې روسيه به د امريکا او اروپايي ټولنې له نويو بنديزونو سره مخامخ شي.

(( لازمه ده چې موږ او اروپايي ټولنه به لا نور ګامونه پورته کړو او پر روسيې به نوي اقتصادي بنديزونه ولګوو. ))

د اروپايي ټولنې يو ديپلوماټ وويل، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونو پر روسيې د اقتصادي بنديزونو په اړه لومړنی تړون لاسليک کړ، اروپايي ټولنې له دې سره موافقه کړې چې د روسيې پر زياتو اقتصادي ساحو به بنديزونه ولګوي، دا د روسيې پرضد د اروپايي ټولنې د غبرګون د لوړوالي يوه نښه ده. يوازې د ياد خبر له خپرېدو څو ساعته وروسته د امريکا ولسمشر اوباما پر روسيې د بنديزونو پراخوالی هم اعلان کړ. (ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای