CRI Online

د ښار په ډګر کې نڅا کول د دوديز کلتور د ژوندی ساتنې لپاره ګټور دي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-30 19:26:30

د ښار په ډګر کې نڅا کول د دوديز کلتور د ژوندی ساتنې لپاره ګټور دي

هر ماښام په اتو بجو د تبت د چانګ دو ښار د ازادۍ په نوم ډګر کې پر وخت ښکلې موسيقي غږول کېږي او موسيقي لکه په پوځ کې د راغونډيدو تروم په شان د نڅاوو مينوالو ته بلنه ورکول کېږي چې په پايله کې د ښار له بېلا بېلو ځايونو څخه د نڅا کولو ګڼ شمير مينوال راغونډيږي او د خپل قوم د دوديزو نڅاوو له لارې ستړتيا لېرې کوي . په ډګر کې د نڅا کولو فعاليت چې هر تن په کې ګډون کولی شی، د چانګ دو په سيمه کې د هېواد په کچه د درېيو نامادی کلتوري ميراثونو په توګه د ګو جوانګ، مانګ کانګ شيان ځه او دينګ چينګ ژه با په نومونو د تبتي قوم د نڅا کولو درې ډولونه په ريښتنی ډول فعال شوي دي. (اواز)

اته پنځوس کلن تقاعد شوي سپين ږيري نيکه دوڅ هر ماښام په دې ډګر کې له خپلو کورنيو غړيو سره يو ځای نڅا کوي څو چې بدني روغتيا وساتل شي. د نڅا کولو له لارې هغه دا احساسوي چې صحت يې د پخوا په نسبت ډېر ښه دی. (اواز)

پخوا دغه ډګر نه و. اوس دا ډول ډګرونه ډير دي او زاړه واړه ښځې او نارينه په دغه ډول ډګرکې نڅا يا لوبې کولی شي. زه هميشه په دې ډګر کې نڅا کوم، پخوا ډېر چاغ وم او اوس ډنګر شوی يم او هيڅ ناروغۍ نه لرم. هيله ده چې لا زيات کسان دلته راشي څو چې د نڅا کولو له لارې بدني روزنه تر سره کړي، دغه راز هيله من هم يم چې ماشومان د ګو جوانګ، شيان ځه او ژه با په نومونو خپلې قومي دوديزې نڅاوې زده وکړي.

په ياد ډګر کې نڅاګران نه يوازی تقاعد شوي زاړه کسان دي ، بلکې ډير ځوانان هم ليدل کېږي. درويشت کلنه پيغله څه ژنجوګا يوه دفتري کارکوونکې ده چې کارونه يې ډير درانده دي ، خو هر ماښام په اتو بجو د ستړتيا د لېرې کولو لپاره پر وخت دغه ډګر ته راځي او له نورو مينوالو سره يو ځاي نڅا کوي. هغې وويل (اواز)

دغه فعاليت ډېر ښه دی چې زه هم د ګو جوانګ او شيان ځه نڅاوې خوښوم. دا ډېر شوق او ذوق دی چې زيات کسان دلته راغونډيږي او نڅاوې کوي. نڅا کول هم د بدني روغتيا لپاره ګټور دي. زما د کورنۍ غړي او ملګري هم هميشه په دې ځای کې نڅاوې کوي.

په ډګر کې نڅا کول د زياتو وګړو په خوښه دي چې د دوی تاوده احساسات له اټکل نه وتلي دي. د چانګ دو سيمې د کلتوري چارو ادارې منشي لوسونګنيما داسی وايي(اواز)

د تير کال د اګست په پای کې د چانګ دو د ازادۍ ډګر جوړ شو او له هغه وخته راهيسې هر ماښام په اتو بجو ځايي وګړي په خپله راغونډيږي او د ګو جوانګ، شيان ځه او ژه با په نومونو قومي نڅاوې کوي. په پيل کې زموږ د ادارې ځينو ښوونکو ددوي لارښوونې کړې چې څنګه دغه ډول نڅاوې وکړي. خو له اټکل نه وتلې خبره دا وه چې د نڅاګرو جذبات ډېر لوړ دي او په عادی وخت کې پنځه شپږ سوه تنه او د اوونې په پای کې له زرو تنو څخه زيات مينوال په دې ډګر کې نڅا کوي . تير کال د ژمي په موده کې چې د هوا تودوخي درجه يې منفي پنځلسو ته رسيدلې، لا هم زيات نڅاګران په دې ډګر کې راغونډېدل.

ډګري نڅا د بدني روغتيا د ساتلو لپاره ګټه لری ،خو ډير مهم کار دا دی چې ځايي دوديز کلتور د دغه ډول نڅا د ترويج له لارې ښه ساتل شوی دی. د غوره ولسي سندرو او نڅاوو د په ميراث اخيستلو او ساتلو په هکله ښاغلي لوسونګنيما وويل(اواز)

هر کال په چانګ دو سيمه کې يوه لويه هنري ننداره تر سره کېږي تر څو غښتلي ولسي هنرمندان وموندل شي. په يوولسو ولسواليو او يو سل او اته دېرشو علاقه داريو کې هر کال يوه هنري ننداره جوړېږي چې د دوديز کلتور وارثان پيدا شي. موږ غواړو چې له دريو کلونو څخه تر پنځو کلونو پورې د ولسي سندرو او نڅاوو لس زره ميراث اخيستونکي وټاکو. د ازادۍ په ډګر کې د خلکو د تاوده احساساتو له لحاظه دغه هدف ترسره کېدای شی.

ولسي سندرې او نڅاوې د قومي کلتور د پرمختيا او ترقۍ يوه مهمه برخه ده او وګړي د دغه کلتور جوړونکي ، وارثان او ساتونکي هم دي. اوسمهال د چانګ دو وګړي د دغه ډول نڅا له لارې د ځايي دوديز کلتورد ښې ساتنې لپاره هڅه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای