د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې،د اوو بډايه هېوادونو د ډلې مشرانو د جولای په دېرشمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اخطار ورکړ که روسيه د اوکراين حالاتو د ښه والې لپاره تدبير و نه نيسي،دغه ډله به پر روسيې لا زيات بنديزونه ولګوي.
سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يادې ډلې د مشرانو اعلاميه خپره کړه.په دې اعلاميه کې ليکل شوي چې د کاناډا،فرانسې،المان،ايتاليا،جاپان،بريتانيا،امريکا،د اروپا پارلمان او داروپايي ټولنې د کمېسيون مشرانو د روسيې هغه عمل ته سخت پام کوي چې پکې د اوکراين حاکميت،د خاورې تماميت او خپلواکي زيانمنيږي.
امريکا او اروپايي هېوادونه په دې اوونۍ کې پر روسيې نوي بنديزونه لګولي دي.د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د دې په اړه وويل،چې پر روسيې باندې د امريکا لخوا لګول شوي بنديزونه نه يوازې د دواړو خواوو تر منځ اړيکو د لاپيچليتوب سبب به وګرځي،بلکې د نړيوالو چارو د حل و فصل په ساحه کې به د دواړو خواوو تر منځ پر همکارۍ ناوړه اغيزه وکړي.پر روسيې د بنديزونو د زياتولو په اړه د اروپايي ټولنې له پرېکړه ليک څخه څرګندېږي چې دغه ټولنه د اوکراين بحران د سياسي حل هيله نه لري.روسيه کولی شي چې اوسنۍ اقتصادي ستونزې ليری کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |